جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ كې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو او ورسره پلاوي سره د ليدنې په مهال مولانا جلال الدين محمد بلخي د افغانستان او ترکيې ګډ او لوى وياړ وباله او ويې ويل، دوى دې ته چمتو دي، چې په نړيواله کچه د مولانا مثنوي او نور اثار د افغانستان او ترکيې د ګډ ميراث په توګه ثبت کړي.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د افغان حکومت او خلکو په استازيتوب له افغانستان سره د ترکيې له مرستو او همکارۍ په ځانګړي ډول د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د هغه هېواد له نظامي مرستو مننه وکړه.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه، چې دولت به يې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې د افغانستان له دريځ څخه ملاتړ وکړي.
مولود چاووش اوغلو په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان له کوښښونو د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
ترکيې له ۲۰۰۱ کال څخه تراوسه ۲۷۷ ميليونه ډالر په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې لګولي دي.