د ننګرهار چارواكي وايي، چې د دې ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار چارواكي وايي، چې د دې ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته د ځانګړو کورنيو ځواکونو له لوري د غني خېلو ولسوالۍ په نهه ويشتمې ويالې سيمه کې ترسره شول.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې ملکي وګړو او کورنيو ځانګړو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


