ads

غزني کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي اردو ځواکونو په غزني ولايت كې درې وسله وال طالبان وژلي دي. په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، تېره شپه د دې ولايت د مرکز اړوند د نوغي او عاشقوالو سيمو ترمنځ د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملي اردو ځواکونو له […]

نویسنده: TKG
28 غبرګولی 1395
غزني کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي اردو ځواکونو په غزني ولايت كې درې وسله وال طالبان وژلي دي. په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، تېره شپه د دې ولايت د مرکز اړوند د نوغي او عاشقوالو سيمو ترمنځ د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملي اردو ځواکونو له کمين سره مخ شوه، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې هم د نښتې په ډګر کې پاتې دي.

د ملي اردو ځواکونو په غزني ولايت كې درې وسله وال طالبان وژلي دي.

په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، تېره شپه د دې ولايت د مرکز اړوند د نوغي او عاشقوالو سيمو ترمنځ د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملي اردو ځواکونو له کمين سره مخ شوه، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې هم د نښتې په ډګر کې پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

خو په غزني کې د وسله والو طالبانو يو ځايي قوماندان وايي، چې نوغي ته څېرمه د سفندي په سيمه کې يې له تېرې شپې راهيسې د ملي اردو دوه ټانكونه له منځه وړي او ۱۲ سرتېري يې وژلي دي.

هغه دغه راز ادعا وکړه، چې وسله والو يې تېره شپه د غزني ښار د دوهمې او درېيمې حوزو په اړوندو سيمو كې د دوو جلا بريدونو په پايله کې ۵ پوليس وژلي دي.

په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي او د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوولين د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA