د ملي اردو ځواکونو په غزني ولايت كې درې وسله وال طالبان وژلي دي. په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، تېره شپه د دې ولايت د مرکز اړوند د نوغي او عاشقوالو سيمو ترمنځ د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملي اردو ځواکونو له کمين سره مخ شوه، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې هم د نښتې په ډګر کې پاتې دي.
د ملي اردو ځواکونو په غزني ولايت كې درې وسله وال طالبان وژلي دي.
په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، تېره شپه د دې ولايت د مرکز اړوند د نوغي او عاشقوالو سيمو ترمنځ د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملي اردو ځواکونو له کمين سره مخ شوه، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې هم د نښتې په ډګر کې پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
خو په غزني کې د وسله والو طالبانو يو ځايي قوماندان وايي، چې نوغي ته څېرمه د سفندي په سيمه کې يې له تېرې شپې راهيسې د ملي اردو دوه ټانكونه له منځه وړي او ۱۲ سرتېري يې وژلي دي.
هغه دغه راز ادعا وکړه، چې وسله والو يې تېره شپه د غزني ښار د دوهمې او درېيمې حوزو په اړوندو سيمو كې د دوو جلا بريدونو په پايله کې ۵ پوليس وژلي دي.
په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي او د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوولين د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


