ads

جمهور رئيس له سياسي او جهادي مشرانو سره د تورخم په اړه مشورتي غونډه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا تېر مازيګر په ارګ كې له سياسي او جهادي مشرانو سره د تورخم ستونزې په اړه مشورتي غونډه وكړه. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه كې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو د ايجاد په سر د را […]

نویسنده: TKG
28 غبرګولی 1395
جمهور رئيس له سياسي او جهادي مشرانو سره د تورخم په اړه مشورتي غونډه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا تېر مازيګر په ارګ كې له سياسي او جهادي مشرانو سره د تورخم ستونزې په اړه مشورتي غونډه وكړه. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه كې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو د ايجاد په سر د را ولاړې شوې ستونزې  د ډيپلوماټيک او سوله ييز حل په هدف له پاکستاني لوري سره د وروستيو مذاکراتو او هلو ځلو په اړه مشرانو ته معلومات ورکړل شول.

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا تېر مازيګر په ارګ كې له سياسي او جهادي مشرانو سره د تورخم ستونزې په اړه مشورتي غونډه وكړه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه كې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو د ايجاد په سر د را ولاړې شوې ستونزې  د ډيپلوماټيک او سوله ييز حل په هدف له پاکستاني لوري سره د وروستيو مذاکراتو او هلو ځلو په اړه مشرانو ته معلومات ورکړل شول.

د سرچينې په وينا، ټولو سياسي او جهادي مشرانو د وړمې ورځې غونډې د پرېکړې په تاييد په تورخم کې د را ولاړې شوې ستونزې  پر ډيپلوماټيک او سوله ييز حل ټينګار وکړ.

د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې د رئيس عبدالروف ابراهيمي او د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په ګډون د هېواد بېلابېلو سياسي او جهادي مشرانو په دغه مشورتي غونډه کې حضور درلود.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA