ټاكل شوې په نږدې راتلونكې كې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ افغان پلاوى د تورخم شخړې د حل لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن كليد ته وويل، د پاكستان حكومت د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته د تورخم ستونزې د حل په هدف اسلام اباد ته د سفر بلنه وركړې، خو افغان حكومت پرېكړه كړې، چې د امنيتي او دفاعي ارګانونو د استازو په ګډون او د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ دې يو پلاوى له پاكستاني چارواكو سره خبرې وكړي.

د هغه په وينا، تراوسه د دغه سفر دقيقه نېټه نه ده ټاكل شوې، خو په نږدې راتلونكې كې به ترسره شي.
نن پينځمه ورځ ده، چې د تورخم لاره د مسافرو او لويو موټرونو پر مخ تړلې، دوکانونه او کاروبارونه بند دي.
هلته د دروازې جوړېدو په سر پرله پسې درې شپې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ساعتونو ساعتونو نښتې وشوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ