په پاكستان كې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال وايي دغه هېواد تر دې مهاله هم په تورخم كې د دوازې كار نه دى درولى او كه دغه كار بند نه كړي نوموړى به په پاكستان كې خپلې دندې ته دوام ورنه كړي.
ښاغلي زاخيلوال نن سهار په خپل رسمي فيسبوک پاڼه ليکلي چې پرون يې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره د راولاړې شوې لانجې په هواري او تر هواري پورې د دروازې د کار په توقف خبرې کړې، خو هغوى په غلطه داسې ښودلې چې د کار پيل د پرونيو خبرو په اساس شوى دى.

زاخيلوال دا هم ويلي که پاکستان د دروازې د جوړولو کار بند نه کړي نور دليل نه پاتې کيږي چې په هغه هېواد کې د افغانستان د سفير په توګه دندې ته دوام ورکړي.
له بل لوري د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال كليد ته وويل، ډاكټر عمر زاخېلوال په پاكستان كې د افغان حكومت رسمي استازى دى او هغه څه چې نوموړى وايي، د افغان حكومت له لوري د تائيد وړ دي.