ads

پكتيا، زرمت او سيد كرم كې دوه ورځو كې ۱۹ مخالفين وژل شوي دي

د پکتیا امنيتي چارواکي  وايي، په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې یې د عملياتو پر مهال ۱۹ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي او د هغوی وسله یې هم له منځه وړې ده.په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د ګډې همغږۍ قومندان جنرال محمد ولي ځاځي پرون د يوې خبرې غونډې پر مهال […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1395
پكتيا، زرمت او سيد كرم كې دوه ورځو كې ۱۹ مخالفين وژل شوي دي

د پکتیا امنيتي چارواکي  وايي، په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې یې د عملياتو پر مهال ۱۹ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي او د هغوی وسله یې هم له منځه وړې ده.
په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د ګډې همغږۍ قومندان جنرال محمد ولي ځاځي پرون د يوې خبرې غونډې پر مهال رسنیو ته وويل چې دغه عمليات يې په تېرو دوو ورځو کې د دښمن د ځپلو لپاره په سيد کرم او زرمت ولسواليو کې ترسره کړي دي.
نوموړي وويل چې د سيد کرم ولسوالۍ د کوه سين په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د دولت ۱۲ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د پکتیا امنيتي چارواکي  وايي، په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې یې د عملياتو پر مهال ۱۹ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي او د هغوی وسله یې هم له منځه وړې ده.
په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د ګډې همغږۍ قومندان جنرال محمد ولي ځاځي پرون د يوې خبرې غونډې پر مهال رسنیو ته وويل چې دغه عمليات يې په تېرو دوو ورځو کې د دښمن د ځپلو لپاره په سيد کرم او زرمت ولسواليو کې ترسره کړي دي.
نوموړي وويل چې د سيد کرم ولسوالۍ د کوه سين په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د دولت ۱۲ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له يو ميل زيګويک او نورو وسلو سره د هغوی يو صرف موټر، يوه سراچه او موټر سايکلونه هم له منځه تللي دي.
جنرال محمد ولي ځاځي زياته کړه چې ګډو افغان ځواکونو بيا په زرمت ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د دولت ۷ تنه وسله وال مخالفين وژلي، ۴ تنه ټپيان شوي او ۲ تنه يې له ۹ کړۍ ماينونو سره ژوندي نيولي دي.
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینوپه دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA