ads

وسله والو د سرپل د سولې شورا يو غړى له دوه نورو ملګرو سره برمته كړى

د سرپل چارواكي، د سرپل-جوزجان له لويې لارې څخه د سولې عالي شورا د ولايتي كمېټې د يو غړي مولوي عتيق الله او دوه نورو ملګرو د تښتول كېدو خبر وركوي.د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، مولوي عتيق الله او دوه نور د سفر ملګري يې د تېرې يكشنبې په […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1395
وسله والو د سرپل د سولې شورا يو غړى له دوه نورو ملګرو سره برمته كړى

د سرپل چارواكي، د سرپل-جوزجان له لويې لارې څخه د سولې عالي شورا د ولايتي كمېټې د يو غړي مولوي عتيق الله او دوه نورو ملګرو د تښتول كېدو خبر وركوي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، مولوي عتيق الله او دوه نور د سفر ملګري يې د تېرې يكشنبې په ورځ د ناپېژانده وسله والو لخوا تښتول شوي او نامعلوم  لوري ته وړل شوي دي.
اماني زياته كړه، د تښتول شويو كسانو د خوشې كولو لپاره يې پلټنې پيل شوي او په دې اړه به وروستي جزيات له پلټنو وروسته خپاره شي.
دا په داسې حال كې ده چې د مولوي عتيق الله كورنۍ ادعا كوي چې نوموړى ښايي د طالبانو له لوري نه، بلكې د دولتي يا غير دولتي وسله والو له لوري برمته شوى وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA