د تورخم ښارګوټي اوسني وضعيت په اړه د ننګرهار او کونړ مشرانو بېړنۍ غونډه وکړه.
د ننګرهار ولايت مقام څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده ناسته کې د کونړ او ننګرهار ولسونو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو،مدني فعالانو او يو شمېر نورو مهمو کسانو ګډون کړى و .
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې بېړنۍ غونډه کې د ننګرهار والي سليم کندوزي هيله وښوده، چې ياده شخړه به له ډيپلوماټيکو لارو حل شي، خو په ورته وخت کې يې له خپلې خاورې دفاع د هر افغان دنده وبلله. د تورخم ښارګوټي اوسني وضعيت په اړه د ننګرهار او کونړ مشرانو بېړنۍ غونډه وکړه.
د ننګرهار ولايت مقام څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده ناسته کې د کونړ او ننګرهار ولسونو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو،مدني فعالانو او يو شمېر نورو مهمو کسانو ګډون کړى و .
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې بېړنۍ غونډه کې د ننګرهار والي سليم کندوزي هيله وښوده، چې ياده شخړه به له ډيپلوماټيکو لارو حل شي، خو په ورته وخت کې يې له خپلې خاورې دفاع د هر افغان دنده وبلله.
د کونړ ولايت د ولسونو په استازيتوب مولوي نجيب الله وويل، چې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې مړينه د شهادت تر ټولو لوړ مقام دى او د کونړ ولسونه د دغه مقام ګټلو لپاره بشپړ چمتووالى لري .


