ads

اوباما: داعش او القاعده غواړي اسلام او غرب په جګړه كې ښكېل كړي

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، القاعده او داعش وسله والې ډلې له اسلام سره د غرب او امريكا جګړه غواړي او تروريستان  له دې لارې له مذهب څخه د خلكو په نفرت پيدا كولو خپلو ګټو ته د رسېدو هدف لري.په واشنګټن كې د امريكا د ملي  امنيت له مشاورينو سره په غونډه […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1395
اوباما: داعش او القاعده غواړي اسلام او غرب په جګړه كې ښكېل كړي

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، القاعده او داعش وسله والې ډلې له اسلام سره د غرب او امريكا جګړه غواړي او تروريستان  له دې لارې له مذهب څخه د خلكو په نفرت پيدا كولو خپلو ګټو ته د رسېدو هدف لري.
په واشنګټن كې د امريكا د ملي  امنيت له مشاورينو سره په غونډه كې اوباما ويلي، پر ده نيوكه كېږي چې ولې د افراطي اسلام اصطلاح نه كاروم؟ خو كه زه داسې وكړم نو د دې كار فايده به څه وي؟
اوباما ويلي، يو ګواښ ته نوم وركول، ګواښ له منځه نه وړي. د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، القاعده او داعش وسله والې ډلې له اسلام سره د غرب او امريكا جګړه غواړي او تروريستان  له دې لارې له مذهب څخه د خلكو په نفرت پيدا كولو خپلو ګټو ته د رسېدو هدف لري.
په واشنګټن كې د امريكا د ملي  امنيت له مشاورينو سره په غونډه كې اوباما ويلي، پر ده نيوكه كېږي چې ولې د افراطي اسلام اصطلاح نه كاروم؟ خو كه زه داسې وكړم نو د دې كار فايده به څه وي؟
اوباما ويلي، يو ګواښ ته نوم وركول، ګواښ له منځه نه وړي.
نوموړي زياته كړه، جمهوري رياست ته له رسېدو وړاندې په دې پوهېده چې يو شمېر ډلې د اسلام له نوم څخه په استفاده تروريزم ته وده وركوي: (( خو ما له مسلمانانو دوستانو سره په ليدنو كې هغوى وهڅول چې راځئ په ګډه كار وكړو، تر څو په نړۍ كې د يو لوى او عظيم دين د غلط استعمال مخنيوى وكړو.))
اوباما د ملي امنيت له مشاورينو سره په ناسته كې زياته كړه، تروريستي ډلې غواړي چې له يو مليارد څخه د زياتو مسلمانانو مشري ترلاسه كړي او اسلام له ټولې غربي نړۍ سره په ټكر ور ولي.
اوباما يو وار بيا د جمهوري رياست د كانديد ډونالډ ټرمپ اسلام ضد څرګندونې وغندلې او زياته يې كړه، پر مسلمانانو امريكا ته د ورتګ بنديز وضع كول د  امريكا له ګټو او ارزښتونو خلاف كار دى: (( دا سمه خبره نه ده، امريكا يو خپلواك هېواد دى چې د هر دين او مذهب خلك په كې بشپړه ازادي لري، كه موږ پر مسلمانانو بنديزنه لګوو، دا په دې معنا چې موږ د مذهب خلاف يوو، كه موږ په دې برخه كې د خپلو ارزښتونو خيال ونه ساتو، نو نه يوازې دا چې ترهګري به زياته شي، بلكې زموږ اقدار به هم راونړېږي. زموږ د ارزښتونو پايمالول د داعش ارمان دى او موږ بايد په دې برخه كې د داعش مرسته ونه كړو))
اوباما زياته كړه، د داعش پر ضد جګړه كه څه هم سخت ده خو امريكا له نړۍ سره يوځاى په دې جګړه كې زياتې لاسته راوړنې لري: (( موږ د داعش پر ضد سوريه كې پوځيان خوشې كړي، د داعش چندې له منځه وړو، عراقي پوځونه هم د داعش پر ضد مخ په بريا روان دي او تر اوسه يې په بريدونو كې له ۱۲۰ زيات داعش قومندانان له منځه وړي دي او په عراق كې اوس داعش نيمه واكمني له لاسه وركړې ده.))
اوباما په سوريه كې هم د داعش د ماتې خبره كوي او وايي، دا مهال يادې ډلې د تېلو په قاچاق كې سلګونه زره ډالر تاوانونه ليدلي دي.
اوباما زياته كړه، داعش ډله په ليبيا كې هم له منځه تلونكې ده ځكه دغې ډلې په دې وروستيو كې د خپلو جنګياليو معاشونه كم كړي دي، مشران يې د پيسو په غلا كې نيول كېږي او دا هغه څه دي چې داعش وسله وال جنګيالي نه بلكې غله معرفي كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA