ads

چارواكي: د تورخم وضعيت ارام دى، خو دفاع ته چمتو يوو

په ختیځ کې د سرحدي زون چارواکي وایي، په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري هر ډول تحرکات څاري او دوی به هیڅ ډول پرمختګ ته پرېنږدي.په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواري دغه څرګندونې نن له پاکستانیو ځواکونو سره د تورخم په جګړه کې د په حق رسېدلي سرحدي پولیس […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
چارواكي: د تورخم وضعيت ارام دى، خو دفاع ته چمتو يوو

په ختیځ کې د سرحدي زون چارواکي وایي، په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري هر ډول تحرکات څاري او دوی به هیڅ ډول پرمختګ ته پرېنږدي.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواري دغه څرګندونې نن له پاکستانیو ځواکونو سره د تورخم په جګړه کې د په حق رسېدلي سرحدي پولیس د جنازې په مراسمو کې وکړې.
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان ولي خان شینواري وویل، د دوی اصلي دنده د سرحداتو ساتل دي او په دغه برخه کې به هیچا ته د مخته راتګ او د قوانینو خلاف حرکاتو اجازه ورنه کړي. په ختیځ کې د سرحدي زون چارواکي وایي، په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري هر ډول تحرکات څاري او دوی به هیڅ ډول پرمختګ ته پرېنږدي.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواري دغه څرګندونې نن له پاکستانیو ځواکونو سره د تورخم په جګړه کې د په حق رسېدلي سرحدي پولیس د جنازې په مراسمو کې وکړې.
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان ولي خان شینواري وویل، د دوی اصلي دنده د سرحداتو ساتل دي او په دغه برخه کې به هیچا ته د مخته راتګ او د قوانینو خلاف حرکاتو اجازه ورنه کړي.
نوموړی وایي، که چېرته بیا په تورخم کې پاکستاني ملیشي د تاسیساتو جوړلو چاري پیل کړي، نو دوی به یې د خپلو مشرانو په امر مخنیوی وکړي: (( ټولو هېوادوالو ته جوته ده چې د سرحدي پولسو اساسي دنده د هېواد د پولو ساتنه ده، په دې برخه كې يې قربانۍ وركړې دي، نن ورځ مو د هغه ورور جنازه وكړه چې د دې خاورې لپاره يې خپل سر قربان كړى دى، موږ هغه څه چې مركزي حكومت يې راته هدايت وكړي، خپله دنده به مخته همغسې بيايوو.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل، چې له تیرې شپې ۷ بجو راهيسې نښته درېدلې او اوسمهال په سیمه کې حالت ارام دی.
د ده په وينا، افغان حكومت هڅه كوي چې حالات همداسې عادي وساتي: (( قهرمان شهيد ضياالرحمن جنازې ته له ډېرو ځايونو خلك راغلي وو، دا زموږ قهرمانان دي، په ټول ملت دي چې د داسې شهيدانو احترام وساتي، زموږ قواوې له دې خوانه دفاع لپاره تيارې دي، خو له هغې خوا نه حالات ارام دي، كوشش كوو چې وضعيت همداسې ارام پاتې شي.))
د یادولو وړ ده، چې پاکستانیو ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې دوه ځلې وروسته له هغه چې افغان پوله ساتو یې په سیمه کې د نویو تاسیساتو د جوړیدو مخنیوی کړی له افغان ځواکونو سره په جګړه لاس پورې کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA