ads

هند: افغانستان كې مو ډيپلوماټيكې ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي

هند وايي، چې په افغانستان کې يې ډيپلوماټيکې ادارې د داعش ډلې د بريد تر ګواښ لاندې دي، چې په وينا يې ښايي په دې برخه کې يادې ډلې سره د پاکستان ملاتړ هم وي.اېشين اېج خبري شبکې د هندي چارواكو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې دغه څرګندونې د هند د […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
هند: افغانستان كې مو ډيپلوماټيكې ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي

هند وايي، چې په افغانستان کې يې ډيپلوماټيکې ادارې د داعش ډلې د بريد تر ګواښ لاندې دي، چې په وينا يې ښايي په دې برخه کې يادې ډلې سره د پاکستان ملاتړ هم وي.
اېشين اېج خبري شبکې د هندي چارواكو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې دغه څرګندونې د هند د ملي امنيت سلاكار اجيت دوال يوه خبري ناسته کې کړې دي. هند وايي، چې په افغانستان کې يې ډيپلوماټيکې ادارې د داعش ډلې د بريد تر ګواښ لاندې دي، چې په وينا يې ښايي په دې برخه کې يادې ډلې سره د پاکستان ملاتړ هم وي.
اېشين اېج خبري شبکې د هندي چارواكو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې دغه څرګندونې د هند د ملي امنيت سلاكار اجيت دوال يوه خبري ناسته کې کړې دي.
نوموړى د لومړي وزير نرېندرا مودي په غوښتنه له يو لوړپوړي پلاوي سره امريکا ته تللى او ياده اندېښنه يې له امريکايي چارواکو سره شريکه کړې ده.
هغه په زغرده ويلي، چې د پردې تر شا يو شمېر ترهګريزو ډلو سره په مستقيمه توګه د پاکستان استخباراتي اداره (آى اېس آى) لاس لري او ښايي داعش وسله والې ډلې سره يې هم اړيکې نيولې وي.
د هند د ملي امنيت سلاكار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څه موده وړاندې پاکستان، هند په افغانستان کې له داعش وسله والې ډلې سره په لاس لرلو تورن کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA