امنيتي چارواكي وايي، په هلمند كې د پيل شويو خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې د ۵ طالب قومندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، تېره شپه افغان هوايي ځواك د لښكرګاه اړوند د باباجي څلورمې حوزه كې د وسله والو د ځپلو لپاره عمليات كړي چې په ترڅ كې يې پنځه مهم طالب قومندانان هر يو بشير اغا، مولوي رقيب، قاري فردوسي، مولوي جهادالله او قاري عمر له خپلو ۲۳ نورو ملګرو سره وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان دي. امنيتي چارواكي وايي، په هلمند كې د پيل شويو خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې د ۵ طالب قومندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، تېره شپه افغان هوايي ځواك د لښكرګاه اړوند د باباجي څلورمې حوزه كې د وسله والو د ځپلو لپاره عمليات كړي چې په ترڅ كې يې پنځه مهم طالب قومندانان هر يو بشير اغا، مولوي رقيب، قاري فردوسي، مولوي جهادالله او قاري عمر له خپلو ۲۳ نورو ملګرو سره وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


