ads

ننګرهار: شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا د شاهين ۱۳ په نوم عملياتو كې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
ننګرهار: شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا د شاهين ۱۳ په نوم عملياتو كې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د كوټ ولسوالۍ د سه پاى، خوره ګۍ، پټه دره، بندوک، فرشاه خېل او چنار کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شول. د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا د شاهين ۱۳ په نوم عملياتو كې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې د كوټ ولسوالۍ د سه پاى، خوره ګۍ، پټه دره، بندوک، فرشاه خېل او چنار کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شول.
د سرچينې په وينا، د مخالفينو له لوري شل حلقې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم کشف او له منځه يوړل شول.
سرچينه زياتوي، چې د كوټ ولسوالۍ د امنيت ساتنې په هدف په يادو سيمو کې د پاڅوون کوونکو پوستې لا تجهيز شوې، ترڅو امنيتي ځواکونو سره د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.
په ياده ولسوالۍ كې د شاهين ۱۳ عملياتو په مهال د ملي اردو درې تنه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA