ads

غني: د تقنيني فرمان رد په ټاكنيزو اصلاحاتو كې يو شاتګ دى

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د تقنيني فرمان نه تصويبول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بللى.ولسي جرګې پرون د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد كړ.د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ملي امنيت شورا د غړو د موافقې […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
غني: د تقنيني فرمان رد په ټاكنيزو اصلاحاتو كې يو شاتګ دى

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د تقنيني فرمان نه تصويبول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بللى.
ولسي جرګې پرون د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد كړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ملي امنيت شورا د غړو د موافقې او د جمهور رئيس غني د دستور په اساس د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو په رهبري دوه ځانګړو کمېټو د ټاکنو د امنيت ټينګښت او د مالي سرچينو د موندلو لپاره کار پيل کړى دى.
خبرپاڼه زياتوي، د هېواد جمهور رئيس په همدې اړه ملګرو ملتونو ته د ټاكنو د ترسره کولو د ارزښت او دې پروسې ته د نړيوالو مرستو د جلبولو په خاطر ليک استولى دى. جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د تقنيني فرمان نه تصويبول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بللى.
ولسي جرګې پرون د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد كړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ملي امنيت شورا د غړو د موافقې او د جمهور رئيس غني د دستور په اساس د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو په رهبري دوه ځانګړو کمېټو د ټاکنو د امنيت ټينګښت او د مالي سرچينو د موندلو لپاره کار پيل کړى دى.
خبرپاڼه زياتوي، د هېواد جمهور رئيس په همدې اړه ملګرو ملتونو ته د ټاكنو د ترسره کولو د ارزښت او دې پروسې ته د نړيوالو مرستو د جلبولو په خاطر ليک استولى دى.
د سرچينې په وينا، د افغانستان حکومت به د ولسي جرګې د نوي تصميم په رڼا کې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاكنو د ترسره کولو لپاره ټول کوښښونه ترسره کړي او په همدې هدف به له حقوقي څېړنو او اړوندو بنسټونو، سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره له مشورې وروسته د اصلاحاتو بهير تعقيب کړي.
په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د سياسي هوکړې يوه برخه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA