ads

د كندهار والي: مرستندويه ادارې دې پراختيايي برخې ته پاملرنه وكړي

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي پرون د ولایتي پرمختیايي کمېټې په میاشتنۍ غونډه کې له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چي د دې ولایت انکشافي برخې ته خپله پاملرنه د پخوا په پرتله زیاته کړي.د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي همايون عزیزي وویل […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
د كندهار والي: مرستندويه ادارې دې پراختيايي برخې ته پاملرنه وكړي

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي پرون د ولایتي پرمختیايي کمېټې په میاشتنۍ غونډه کې له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چي د دې ولایت انکشافي برخې ته خپله پاملرنه د پخوا په پرتله زیاته کړي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي همايون عزیزي وویل د مرستندويه ادارو  مرستې هغه وخت اوږدمهاله اغېز کوي او د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راولي چي د خلکو له واقعي اړتیاو سره سم پر زېر بنايي پروژو ولګول شي او له بلې خوا انکشافي اړخ یوازې ضمني نه وي بلکې د مرستندویه ادارو د کومکونو محور وګرځي. د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي پرون د ولایتي پرمختیايي کمېټې په میاشتنۍ غونډه کې له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چي د دې ولایت انکشافي برخې ته خپله پاملرنه د پخوا په پرتله زیاته کړي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي همايون عزیزي وویل د مرستندويه ادارو  مرستې هغه وخت اوږدمهاله اغېز کوي او د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راولي چي د خلکو له واقعي اړتیاو سره سم پر زېر بنايي پروژو ولګول شي او له بلې خوا انکشافي اړخ یوازې ضمني نه وي بلکې د مرستندویه ادارو د کومکونو محور وګرځي.
د سرچينې له قوله، د کندهار والي ټولو مرستندویه ادارو ته سپارښتنه كړې چي هره اداره دې په منظم شکل خپلې سکتوري غونډې جوړې کړي او خپل پلانونه دې له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
نوموړي همداراز غوښتنه وکړه چي روژه د خیر او برکت میاشت ده باید په دې میاشت کې شتمن وګړي له بې وزلو سره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA