پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تورخم کې له افغان پوله ساتو ځوکونو سره نښته کې د پاکستاني پوځ یو لوړ رتبه افسر چې پرون ټپي شوی و، نن یې د پېښور په پوځي روغتون (سي ايم ايچ) كې ساه وركړې ده.
رسنیو د دغه وژل شوي پوځي افسر نوم میجر/ ډګروال علي جواد چنګيزي یاد کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان د پوځ یو بل لوړ پوړي چارواکي دا خبر تایید کړی دی. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تورخم کې له افغان پوله ساتو ځوکونو سره نښته کې د پاکستاني پوځ یو لوړ رتبه افسر چې پرون ټپي شوی و، نن یې د پېښور په پوځي روغتون (سي ايم ايچ) كې ساه وركړې ده.
رسنیو د دغه وژل شوي پوځي افسر نوم میجر/ ډګروال علي جواد چنګيزي یاد کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان د پوځ یو بل لوړ پوړي چارواکي دا خبر تایید کړی دی.
په پرونۍ نښته کې دغه راز دې غاړې ته هم د رسمي شمېرو له مخې د ضياالرحمان په نوم يو افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه وركړى او ۱۲ نور ټپیان دي.


