ads

تورخم كې پرون دوهم ځلي نښته شوې، دا وار ملكي تلفات هم اوښتي

په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پرون یو ځل بیا نښته شوې، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.په تورخم کې یو شمېر امنیتي سرچینو له کلید سره په خبرو کې ویلي، چې نښته پرون مازیګر یو ځل بیا د پاکستانیو ځواکونو لخوا پر نویو […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
تورخم كې پرون دوهم ځلي نښته شوې، دا وار ملكي تلفات هم اوښتي

په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پرون یو ځل بیا نښته شوې، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تورخم کې یو شمېر امنیتي سرچینو له کلید سره په خبرو کې ویلي، چې نښته پرون مازیګر یو ځل بیا د پاکستانیو ځواکونو لخوا پر نویو تاسیساتو د کار د پيل له كبله شوې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، پرون مازيګر ۴ بجې یوځل بیا پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي، چې افغان پوله ساتو یې بیا مخنيوی کړی دی. په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پرون یو ځل بیا نښته شوې، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تورخم کې یو شمېر امنیتي سرچینو له کلید سره په خبرو کې ویلي، چې نښته پرون مازیګر یو ځل بیا د پاکستانیو ځواکونو لخوا پر نویو تاسیساتو د کار د پيل له كبله شوې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، پرون مازيګر ۴ بجې یوځل بیا پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي، چې افغان پوله ساتو یې بیا مخنيوی کړی دی.
په تورخم کې یو شمېر باوري سرچینو له کلید سره په خبرو کې د نوم او غږ د نه خپراوي په شرط ویلي، په یاده نښته کې چې د ماښام تر ناوخته روانه وه، یو افغان پوله ساتي خپل ژوند له لاسه وركړى او دوه نورټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، په دغه نښته کې پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نشته.
بلخوا په سیمه کې یو عیني شاهد د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته ویلي، چې د پاکستانیو ځواکونو لخوا په راکټي برید كې تورخم ته نږدې د ګوړوکو سیمه کې یوه مرمۍ په یو کور پریوتې او له كبله يې دوه ماشومانې وژل شوې دي.
عیني شاهدان په یاده سیمه کې د یوې میرمنې د ټپي کیدو خبره هم کوي؛ خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه افغان چارواکو څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې بیا د ننګرهار ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نن د ورځې لس بجې به د تېر مازیګر په نښته کې په حق رسېدلي افغان سرحدي پوليس جنازه په جلال اباد ښار کې ادا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA