د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو یو قومندان نیولی دی
د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیسو قوماندان محمد هارون مبارز وايي تېره شپه د دوی ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د ملا نعيم په نوم د وسله والو مخالفینو یو مهم قومندان د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د مبارز په وینا قومندان ملا نعيم په شيخ علي ولسوالۍ كې لسګونه وسله وال لرل او له دوه كلونو راهيسې په تخريبي فعاليتونو بوخت و. د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو یو قومندان نیولی دی
د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیسو قوماندان محمد هارون مبارز وايي تېره شپه د دوی ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د ملا نعيم په نوم د وسله والو مخالفینو یو مهم قومندان د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د مبارز په وینا قومندان ملا نعيم په شيخ علي ولسوالۍ كې لسګونه وسله وال لرل او له دوه كلونو راهيسې په تخريبي فعاليتونو بوخت و.
د یادونې وړ ده چې د پروان د غوربند د لویې درې د ولسوالیو یو شمېر سیمې له څو کلونو راهیسې د یو شمېر وسله والو مخالفینو د فعالیت له امله له امنیتي ستونزو سره مخ دي.


