ads

افغان ملت ګوند: د افغان ځواكونو ملاتړي يوو پاكستان دې د تورخم جګړه ودروي

د افغان ملت د ګوند مشر انجینر ستانه ګل شیرزاد له پاکستان څخه غوښتي، چې د تورخم جګړه دې پای ته ورسوي او دغه راز یې له افغان ځواکونو څخه د خپل ګوند ملاتړ څرګند کړی دی.د دغه ګوند په یوه اعلامیه کې چې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1395
افغان ملت ګوند: د افغان ځواكونو ملاتړي يوو پاكستان دې د تورخم جګړه ودروي

د افغان ملت د ګوند مشر انجینر ستانه ګل شیرزاد له پاکستان څخه غوښتي، چې د تورخم جګړه دې پای ته ورسوي او دغه راز یې له افغان ځواکونو څخه د خپل ګوند ملاتړ څرګند کړی دی.
د دغه ګوند په یوه اعلامیه کې چې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د نښتې په اړه یې خپره کړې، له افغان ځواکونو د دغه ګوند د ملاتړ په اړه لیکلي، چې هر وخت د هیواد د دفاع په خاطر له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړې ته چمتو دي.
د دغه ګوند مشر په ولسونو هم غږ کړی، چې د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې چمتو و اوسي. د افغان ملت د ګوند مشر انجینر ستانه ګل شیرزاد له پاکستان څخه غوښتي، چې د تورخم جګړه دې پای ته ورسوي او دغه راز یې له افغان ځواکونو څخه د خپل ګوند ملاتړ څرګند کړی دی.
د دغه ګوند په یوه اعلامیه کې چې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د نښتې په اړه یې خپره کړې، له افغان ځواکونو د دغه ګوند د ملاتړ په اړه لیکلي، چې هر وخت د هیواد د دفاع په خاطر له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړې ته چمتو دي.
د دغه ګوند مشر په ولسونو هم غږ کړی، چې د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې چمتو و اوسي.
بايد وويل شي، پاکستانیو ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې دوه ځلې وروسته له هغه چې افغان پوله ساتو یې په سیمه کې د نویو تاسیساتو د جوړیدو مخنیوی کړی له افغان ځواکونو سره په جګړه لاس پورې کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA