ads

ډاكټر عبدالله: د تورخم جګړه د پاكستان په غوښتنه درول شوې

د افغان حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله د كابينې په نننۍ غونډه كې د تورخم د جګړې په تړاو ويلي، افغانان له ګاونډيانو سره د نېكو اړيكو غوښتونكي دي خو د هېواد او خاورې د عليا ګټو ساتنه فرض ګڼي او په دې لاره كې هرې قربانۍ ته تيار دي.عبدالله د كابينې د غونډې په […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
ډاكټر عبدالله: د تورخم جګړه د پاكستان په غوښتنه درول شوې

د افغان حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله د كابينې په نننۍ غونډه كې د تورخم د جګړې په تړاو ويلي، افغانان له ګاونډيانو سره د نېكو اړيكو غوښتونكي دي خو د هېواد او خاورې د عليا ګټو ساتنه فرض ګڼي او په دې لاره كې هرې قربانۍ ته تيار دي.
عبدالله د كابينې د غونډې په پيل كې وويل، په تورخم كې د افغان ځواكونو او پاكستاني ملېشو تر منځ له بېګا راهيسې پيل شوې جګړه د پاكستاني لوري په غوښتنه درول شوې ده.
بيګا شپه شاوخوا نهه بجې په تورخم كې پاكستاني ځواكونو پر افغان سرحدي ځواكونو هغه مهال جګړه پيل كړه چې افغان لوري په صفري نقطه كې د پاكستاني لوري د تاسيساتو لپاره تحركات ودرول. د افغان حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله د كابينې په نننۍ غونډه كې د تورخم د جګړې په تړاو ويلي، افغانان له ګاونډيانو سره د نېكو اړيكو غوښتونكي دي خو د هېواد او خاورې د عليا ګټو ساتنه فرض ګڼي او په دې لاره كې هرې قربانۍ ته تيار دي.
عبدالله د كابينې د غونډې په پيل كې وويل، په تورخم كې د افغان ځواكونو او پاكستاني ملېشو تر منځ له بېګا راهيسې پيل شوې جګړه د پاكستاني لوري په غوښتنه درول شوې ده.
بيګا شپه شاوخوا نهه بجې په تورخم كې پاكستاني ځواكونو پر افغان سرحدي ځواكونو هغه مهال جګړه پيل كړه چې افغان لوري په صفري نقطه كې د پاكستاني لوري د تاسيساتو لپاره تحركات ودرول.
په تورخم كې افغان قومندانان وايي، نښتې اووه ساعته دوام وكړ چې په كې يو افغان سرحدي پوليس خپل ژوند له لاسه وركړى او شپږ نور پوليس ټپيان دي، خو پاكستاني لوري ته څو چنده درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
بيګانۍ جګړې ته د امنيت شورا او كورنيو چارو وزارت په امر تازه دمي سرتېري هم استول شوي خو ويل كېږي چې دم ګړۍ وضعيت ارام دى، مګر د عامو خلكو تګ راتګ لا هم بند دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA