د پروان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په دې ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره ۵۰ بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
د پروان د عامې روغتيا رئيس محمد قسيم سعيدي كليد ته وويل، دوى د پروان په مرکز کې اوس مهال ورته ۲۰ بستريز روغتون لري او په كې يې د سلګونو کسانو درملنه كړې ده.
د هغه په وينا، دا چې په دې ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر زيات دى او دغه ۲۰ بستريز روغتون ورته بسنه نه كوي، نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره يې د يو بل ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل كړي، چې په نږدې راتلونكي كې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د پروان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په دې ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره ۵۰ بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
د پروان د عامې روغتيا رئيس محمد قسيم سعيدي كليد ته وويل، دوى د پروان په مرکز کې اوس مهال ورته ۲۰ بستريز روغتون لري او په كې يې د سلګونو کسانو درملنه كړې ده.
د هغه په وينا، دا چې په دې ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر زيات دى او دغه ۲۰ بستريز روغتون ورته بسنه نه كوي، نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره يې د يو بل ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل كړي، چې په نږدې راتلونكي كې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې سږ كال په پروان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په هدف هڅې ګړندۍ شوي او د يو لوى کمپاين په ترڅ کې ګڼ شمېر په نشه يي توكو روږدي كسان د دې ولايت په يو شمېر روغتونونو کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي


