ads

ولسي جرګې د ټاكنيزو اصلاحاتو په اړه د جمهور رئيس فرمان بيا رد كړ

یو ځل بیا هم د جمهور رییس محمد اشرف غني یو تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شو.دا فرمان چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیلاتو، دندو او صلاحیتونو او په ټوله کې د ټاکنیز نظام د سمون په اړه و، د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
ولسي جرګې د ټاكنيزو اصلاحاتو په  اړه د جمهور رئيس فرمان بيا رد كړ

یو ځل بیا هم د جمهور رییس محمد اشرف غني یو تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شو.
دا فرمان چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیلاتو، دندو او صلاحیتونو او په ټوله کې د ټاکنیز نظام د سمون په اړه و، د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت سره رد شو.
د یاد فرمان له ردېدو وړاندې  د ولسي جرګې غړو سيد اكرام، محمود الكوزي، راضيه منګل، صادقي زاده نيلي او يو شمېر نورو  وكيلانو ویل چې که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پلوي دي، خو د دوی په خبره حکومت دې ورته د سراسري ټاکنو ترسره کېدو پر مهال د امنیت، او په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو ضمانت وکړي، خو نن د دغه فرمان په اړه له راى اخستنې وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دا فرمان رد اعلان كړ. یو ځل بیا هم د جمهور رییس محمد اشرف غني یو تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شو.
دا فرمان چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیلاتو، دندو او صلاحیتونو او په ټوله کې د ټاکنیز نظام د سمون په اړه و، د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت سره رد شو.
د یاد فرمان له ردېدو وړاندې  د ولسي جرګې غړو سيد اكرام، محمود الكوزي، راضيه منګل، صادقي زاده نيلي او يو شمېر نورو  وكيلانو ویل چې که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پلوي دي، خو د دوی په خبره حکومت دې ورته د سراسري ټاکنو ترسره کېدو پر مهال د امنیت، او په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو ضمانت وکړي، خو نن د دغه فرمان په اړه له راى اخستنې وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دا فرمان رد اعلان كړ.
نن د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیلاتو، دندو او صلاحیتونو او په ټوله کې د ټاکنیز نظام د سمون په اړه د جمهور رییس تقنیني فرمان له رېدودو وروسته هم یو شمېر وکیلان خوښ او یو شمېر نا خوښه و، د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي له رسنیو سره په خبرو کې د نوموړي فرمان ردېدل د خلکو په ګټه وباله.
خو له بلې خوا بیا د ولسي جرګې یو بل تن غلام فاروق مجروح د جرګې د ډېر شمر غړو له خوا د دې فرمان ردول د ټاکنیز نظام د سمون په وړاندې خنډ او یوه تاریخي تېروتنه وبلله.
همداراز نن یو شمېر مدني ټولنې فعالانو، د پوهنتونو استادانو، خبریالانو او ځوانانو هم په کابل کې د هېواد د پارلمان مخې ته په لاریون کولو سره د ولسي جرګې له خوا د ټاکنیز نظام د سمون په اړه د جمهور رییس تقنیني فرمان د ردولو پریکړه د ټاکنو دیموکراتیک بهیر د ترسره کېدو او اصلاحاتو راوستلو لپاره یو لوی خنډ یاد کړ.
لاريون كوونكو نن پر ولسي جرګې تور پورې کړ، چې ګنې دوی په دې پریکړې سره غواړي خپله کاري موده اوږده کړي، ځکه د دې لاریون یو تن ګډونوال او د پوهنتون استاد شریف ویاند په خبره تر هغې چې نوې ټاکنې نه وي شوې، نو تر هغې به اوسنۍ جرګه د اوسنیو غړو په شتون کې خپل کار ته ادامه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA