ads

نړيوالو د امريكا د همجنسبازانو پر يو كلب بريد وغانده

د امريکا د همجنسبازانو پر يو نڅا كلب د يكشنبې شپې خونړى بريد په نړيواله کچه وغندل شو.د افغانستان، فرانسې، بريتانيا او پاکستان جمهور رئيسانو، همدا راز د عيسويانو مذهبي لارښود پاپ فرانسيس او د نړۍ نورو ګڼو مشرانو د امريکا د فلوريډا ايالت په اورلانډو ښار كې د هغه بريد په اړه خواشيني څرګنده […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
نړيوالو د امريكا د همجنسبازانو پر يو كلب بريد وغانده

د امريکا د همجنسبازانو پر يو نڅا كلب د يكشنبې شپې خونړى بريد په نړيواله کچه وغندل شو.
د افغانستان، فرانسې، بريتانيا او پاکستان جمهور رئيسانو، همدا راز د عيسويانو مذهبي لارښود پاپ فرانسيس او د نړۍ نورو ګڼو مشرانو د امريکا د فلوريډا ايالت په اورلانډو ښار كې د هغه بريد په اړه خواشيني څرګنده كړې، چې پکې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو او د ۵۳ کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما تر پېښې څو ساعته وروسته ملت ته په وينا کې وويل، ترهګرو وښودله، چې اوس هم د دا ډول بريدونو توان لري.
نوموړي د امريکا د ملي بيرغ د نيم ځوړند او د پېښې د بشپړې څېړنې امر كړى دى. د امريکا د همجنسبازانو پر يو نڅا كلب د يكشنبې شپې خونړى بريد په نړيواله کچه وغندل شو.
د افغانستان، فرانسې، بريتانيا او پاکستان جمهور رئيسانو، همدا راز د عيسويانو مذهبي لارښود پاپ فرانسيس او د نړۍ نورو ګڼو مشرانو د امريکا د فلوريډا ايالت په اورلانډو ښار كې د هغه بريد په اړه خواشيني څرګنده كړې، چې پکې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو او د ۵۳ کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما تر پېښې څو ساعته وروسته ملت ته په وينا کې وويل، ترهګرو وښودله، چې اوس هم د دا ډول بريدونو توان لري.
نوموړي د امريکا د ملي بيرغ د نيم ځوړند او د پېښې د بشپړې څېړنې امر كړى دى.
دغه بريد د عمر متين په نوم د يو افغاني الاصله امريکايي له خوا شوى، چې تر بريد څو دقيقې وړاندې يې له داعش وسله والې ډلې سره خپل بيعت اعلان کړى و.
د بريد كوونكي پلار صديق متين د خپل زوى د دغه کار له كبله له خلكو بښنه غوښتې او ويلي يې دي، چې د هغه بريد مذهبي انګېزه نه لري، بلکې زوى يې له همجنسبازانو څخه کرکه درلوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA