د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې د هوايي بريدونو له كبله په بېلابېلو ولسواليو کې ۳۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د امنيت امر دغه څرګندونې تېره ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د والي سليم کندوزي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې وکړې. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې د هوايي بريدونو له كبله په بېلابېلو ولسواليو کې ۳۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د امنيت امر دغه څرګندونې تېره ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د والي سليم کندوزي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې وکړې.
د سرچينې په وينا، وروسته له هغې، چې تېره اونۍ د ننګرهار نظامي شورا د هوايي بريدونو د زياتېدو پرېکړه وکړه، په ترڅ کې يې په بېلابېلو ولسواليو کې د مخالفينو د ځپلو په هدف ګڼ شمېر هوايي بريدونه ترسره شول.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


