د کندهار يوه شاعره مینه انتظار، د خپلې خور ليلا د وژنې په قضيه کې د عدالت غوښتنه کوي.
لیلا د کندهار ښار اوسیدونکې وه او كورنۍ يې وايي، دغه نجلۍ د تېرې میاشتې پر ۲۲ مه نېټه له کوره نادرکه شوې چې څو ورځې وروسته یې جسد په ریګو کې د امنیه قومندانۍ لخوا پیدا شو.
د کندهار امنیه قومنداني وايي، د پېښې په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه نيولي او لا يې هم په دې اړه څېړنې روانې دي.
خو د وژل شوې لیلا، خور او په کندهار کې پېژندل شوې شاعرې مینه انتظار پرون يكشنبه د كندهار په پريس كلب كې خبري كنفرانس ته وويل، په دې برخه كې ورسره تر اوسه انصاف نه دى شوى.

نوموړې وويل، امنیه قومندانۍ ته يې څو تنه په نښه کړي وو چې ګواګې د دې د خور په وژنه کې لاس لري.
انتظار زياته كړه، په نښه کړيو کسانو کې د دې د معلوماتو له مخې درې تنه په مستقیم ډول ښکېل دي چي دوه يې د دوى له نږدې دوستانو څخه دي.
اغلې انتظار وايي، د امنیه قومنداني لخوا ورته ویل شوي چې په نښه شوي کسان د یوې ښځې په ګډون نیول شوي، مګر قومندانۍ چې ورته د كومو كسانو د نيول كېدو خبر وركړى، د همغوى له ډلې دوه تنه ورته لا هم اخطارونه وركوي: (( درې كسان په قتل كې مكمل ښكېل دي، قتل اصلا همدوى كړى، زه پرې اسناد لرم، شپږ اووه كسانو ورسره په كې مرسته كړې، خو په هغوى كې دوه كسه ماته په مسنجر كې اخطارونه راكوي، د كور نارينه و ته زنګونه وهي، خو څارنوالي راته وايي دا كسان بنديان دي نو په محبس كې دوى مسنجر څنګه كاروي، سمه ده چې دوى بنديان دي نو څنګه ماته له زندانه اخطار راكوي؟ چې ليلا خور دې څنګه مړه شوه تاسره به هم دغسې وشي.))
نوموړې وايي، ګواښ كوونكو ورته ويلي چې د خور له قضيې تېره شي، خو دا به تر اخره د خپلې خور لپاره د عدالت غږ پورته كوي.
مينه انتظار زياتوي، يو شمېر كسان غواړي چې د خور د قتل قضيه يې د ځينو نورو مسايلو په را اچولو سره پټه كړي، خو د دې په وينا له امنيه قومندانۍ او ټولو عدلي ارګانونو يې يوازنۍ غوښتنه دا ده چې د خور د قتل عاملينو ته يې سخته سزا وركړي: (( زه د خپلې خور قاتلينو سره حساب غواړم، زه انصاف غواړم، زه هېڅ شى نه غواړم، ولاكه مې له جنرال عبدالرازق سره په وس پوره ده، نه له قومندانانو سره ډغره وهلى شم، يوه بې وسه يم، كوچنۍ كورنۍ لرم، دوه وروڼه مې سرتېري دي، په دغه خاوره يې وينه تويه كړې ده، دواړه راته ټپيان په كور پراته دي، زه يوازې د خپلې خور د قتل په قضيه كې انصاف غواړم نور هېڅ هم نه غواړم.))
مينې انتظار زياته كړه، خبريالانو ته د كنفرانس وركولو موخه يې دا ده چې ځينې ناسم باورونه له منځه يوړل شي او د دې د خور د قتل موضوع تر څېړنې لاندې ونيول شي.
د هغې په خبره له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او پر دولت غږ كوي چې د خور د قتل په قضيه كې يې ټول لاس لرونكي ونيول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ