د كندوز امنيتي چارواكي وايي، د لويو لارو د خونديتوب او په كندوز كې د طالبانو پر ضد شفق چاڼيز عمليات پيل كړي دي.
د كندوز د پامير ۲۰ فرقې قومندان بريد جنرال اكرام الدين سامع كليد ته وويل، دا عمليات د لويو لارو د خونديتوب او له وسله والو طالبانو څخه د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو په هدف پيل شوي دي.
سامع وايي، په عملياتو كې د افغان ځواكونو مورال خورا لوړ دى او دا وار به ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو له نفوذ او منګولو څخه وباسي د كندوز امنيتي چارواكي وايي، د لويو لارو د خونديتوب او په كندوز كې د طالبانو پر ضد شفق چاڼيز عمليات پيل كړي دي.
د كندوز د پامير ۲۰ فرقې قومندان بريد جنرال اكرام الدين سامع كليد ته وويل، دا عمليات د لويو لارو د خونديتوب او له وسله والو طالبانو څخه د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو په هدف پيل شوي دي.
سامع وايي، په عملياتو كې د افغان ځواكونو مورال خورا لوړ دى او دا وار به ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو له نفوذ او منګولو څخه وباسي: (( عمليات لنډمهاله دي چې د روژې ترپايه به دوام وكړي، له روژې وروسته خورا لوى عمليات پيلوو او ټول كندوز به له وسله والو طالبانو پاك كړو.))
د یادونې وړ ده چې نږدی څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز- تخار د لویې لارې په اږدو کې ۴۰ تنه مساپر له موټرو ښكته کړل او له ځان سره یې یوړل
چې اوس هم یو شمیر مسافر د وسله والو طالبانو سره دي. همدا راز د تېر كال له ميزان وروسته مياشت نيمه وړاندې يو وار بيا طالبانو د كندوز د نيولو لپاره جګړه پيل كړه چې افغان ځواكونو وويل، دا وار يې طالبان له سختو تلفاتو وراړولو سره په شا كړي دي.


