افغان حكومت وايي، پاكستان د سولې په تړاو په څلور اړخيزو غونډو كې پر خپلو ژمنو عمل نه دى كړى.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ چې پرون مازيګر يې په افغانستان كې د وسله والو ډلو د شتون په تړاو د يو شمېر پاكستاني چارواكو د تورونو په غبرګون كې خبرې كولې ټينګار وكړ، چې افغانستان د ترهګرۍ تر ټولو لومړى او لوى قرباني دى او پاكستان بايد د سولې په تړاو په څلور اړخيزو غونډو كې خپل ژمنې عملي كړي.
د نوموړي په خبره، ډېرى وسله والې ډلې په پاكستان كې ښكاره فعاليت لري خو دغه هېواد يې پر وړاندې اقدام نه دى كړى افغان حكومت وايي، پاكستان د سولې په تړاو په څلور اړخيزو غونډو كې پر خپلو ژمنو عمل نه دى كړى.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ چې پرون مازيګر يې په افغانستان كې د وسله والو ډلو د شتون په تړاو د يو شمېر پاكستاني چارواكو د تورونو په غبرګون كې خبرې كولې ټينګار وكړ، چې افغانستان د ترهګرۍ تر ټولو لومړى او لوى قرباني دى او پاكستان بايد د سولې په تړاو په څلور اړخيزو غونډو كې خپل ژمنې عملي كړي.
د نوموړي په خبره، ډېرى وسله والې ډلې په پاكستان كې ښكاره فعاليت لري خو دغه هېواد يې پر وړاندې اقدام نه دى كړى: (( هغه ډلې چې د پاكستان په خاوره كې د افغانستان پر ضد فعاليت كوي د دوى په اړه د سولې د مذاكراتو پريكړه دا وه چې پاكستان به ددغو خلكو پر ضد نظامي اقدامات كوي، خو متاسفانه افغانستان تر اوسه د پاكستان نظامي اقدامات ونه ليدل.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې يو شمېر پاكستاني چارواكو له امريكايي چارواكو غوښتي وو، څو په افغانستان كې د هغه طالبانو پر وړاندې اقدامات وكړي چې په پاكستان كې جنګېږي.


