ads

غورځنګ: حكومت د مساپرو د برمته نيونې مخنيوي ته ميكانېزم جوړوي

د ملي امنيت شورا وايي، د حکومت له خوا پر داسې يوه ميكانيزم بحث روان دى، چې پر لويو لارو د مسافرو د برمته نيولو له مخنيوي سره مرسته وکړي.د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پرون مازيګر په كابل كې خبري ناستې ته وويل، پر دغه ميكانيزم د امنيتي ادارو د رهبرۍ په عالي […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
غورځنګ: حكومت د مساپرو د برمته نيونې مخنيوي ته ميكانېزم جوړوي

د ملي امنيت شورا وايي، د حکومت له خوا پر داسې يوه ميكانيزم بحث روان دى، چې پر لويو لارو د مسافرو د برمته نيولو له مخنيوي سره مرسته وکړي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پرون مازيګر په كابل كې خبري ناستې ته وويل، پر دغه ميكانيزم د امنيتي ادارو د رهبرۍ په عالي غونډه كې بحث كېږي او وروسته د ملي امنيت شورا له لوري په رسمي ډول امنيتي ځواكونو ته صادرېږي.
د غورځنګ په خبره په دې سره به، افغان ځواكونه وكولى شي د وسله والو طالبانو نوى تكتيك چې له لويو لارو مساپر برمته كوي ناكام كړي. د ملي امنيت شورا وايي، د حکومت له خوا پر داسې يوه ميكانيزم بحث روان دى، چې پر لويو لارو د مسافرو د برمته نيولو له مخنيوي سره مرسته وکړي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پرون مازيګر په كابل كې خبري ناستې ته وويل، پر دغه ميكانيزم د امنيتي ادارو د رهبرۍ په عالي غونډه كې بحث كېږي او وروسته د ملي امنيت شورا له لوري په رسمي ډول امنيتي ځواكونو ته صادرېږي.
د غورځنګ په خبره په دې سره به، افغان ځواكونه وكولى شي د وسله والو طالبانو نوى تكتيك چې له لويو لارو مساپر برمته كوي ناكام كړي.
دا په داسې حال كې ده چې په وروستيو كې په لويو لارو د حكومت د وسله والو مخالفينو له لوري څو څو ځله لسګونه مساپر تښتول شوي او يو شمېر يې وژل شوي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA