ads

د ورزشي بریاو تر شا، د سیاسي مینې څرک

مستوره ارزو د افغانستان د بدمنتون فدراسیون او د اسیا د بدمنتون فدراسیون کمېټې د ښځینه برخې مشره او په افغانستان کې د ورزش سفیر ده.هغه لس کلنه وه چې د بغلان ولایت په بي بي حوا لېسه کې یې د ورزش په برخه کې لومړنى ګام واخیست او له خپلو ټولګیوالو سره یې د […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
د ورزشي بریاو تر شا، د سیاسي مینې څرک

مستوره ارزو د افغانستان د بدمنتون فدراسیون او د اسیا د بدمنتون فدراسیون کمېټې د ښځینه برخې مشره او په افغانستان کې د ورزش سفیر ده.
هغه لس کلنه وه چې د بغلان ولایت په بي بي حوا لېسه کې یې د ورزش په برخه کې لومړنى ګام واخیست او له خپلو ټولګیوالو سره یې د دې لېسې ادارې ته وړاندیز وکړ، ترڅو د نجونو لپاره د ورزش کولو زمینه برابره کړي.
نوموړې وایي: “ما به ډېره هڅه کوله چې په خپلو کړنو او پرمختګ سره په بغلان کې د نجونو زده کړو او ورزش ته لاره هواره کړم او ټولنې ته دا ثابته کړم چې ښځې کولای شي د ورزش کولو له لارې هم لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړي. مستوره ارزو د افغانستان د بدمنتون فدراسیون او د اسیا د بدمنتون فدراسیون کمېټې د ښځینه برخې مشره او په افغانستان کې د ورزش سفیر ده.
هغه لس کلنه وه چې د بغلان ولایت په بي بي حوا لېسه کې یې د ورزش په برخه کې لومړنى ګام واخیست او له خپلو ټولګیوالو سره یې د دې لېسې ادارې ته وړاندیز وکړ، ترڅو د نجونو لپاره د ورزش کولو زمینه برابره کړي.
نوموړې وایي: “ما به ډېره هڅه کوله چې په خپلو کړنو او پرمختګ سره په بغلان کې د نجونو زده کړو او ورزش ته لاره هواره کړم او ټولنې ته دا ثابته کړم چې ښځې کولای شي د ورزش کولو له لارې هم لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړي.” مستوره زیاتوي، دا به په بغلان کې له خپلو ورزشي جامو او توپ سره لېسې ته تله او هېڅکله د چا خبرې د دې سبب نه شوې چې نوموړې اړه کړي، ترڅو له خپلو هیلو واټن واخلي.
مستورې ارزو د لومړي ځل لپاره د کابل په ښځينه بڼ کې د صوفي کلب په چوکاټ کې تمرینونه پیل کړل او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د نجونو د والیبال ملي لوبډلې غړې شوه.
د هغې په وینا، پوره پنځه کاله د والیبال ملي لوبډلې غړې پاتې شوې او په دوامداره توګه یې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی.
مستوره وروسته له دې چې پنځه کاله د نجونو د والیبال ملي لوبډله کې ولوبېده، د المپیک ملي کمېټې مسوولینو د بدمنتون فدراسیون د سرپرستې په توګه وټاکله چې بیا وروسته یې په رسمي ډول د دې فدراسیون مشري پر غاړه واخیسته.
نوموړې وایي: “پنځه کاله د نجونو د والیبال ملي لوبډله کې ولوبېدم او په دې موده کې مې یوازې هند او تاجکستان ته د سیالیو په هدف سفرونه کړي دي، خو دا چې په بهر کې مې د سیالیو تجربه نه درلوده، د مډال ګټونکې نه شوم.”
هغې په ۲۰۱۱ کال کې د صدای ورزش په نوم د یوې اوونیزې په تاسيس او چاپ پيل وكړ چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې چاپېدله، خو تر دې وروسته د مالي بودجې د کموالي له کبله یې فعالیت تر ننه پورې درېدلی دی.
مستوره ارزو څلور کاله کېږي چې د بدمنتون فدراسیون د مشرې په توګه دنده پرمخ وړي.
د نوموړې په وینا، شاوخوا یو کال مخکې د چین په واهان ښار کې د اسیا د بدمنتون فدراسیون اجرایوي غونډه جوړه شوه چې دې هم په کې د افغانستان د بدمنتون فدراسیون د مشرې په توګه ګډون وکړ او په پایله کې یې دا د اسیا د بدمنتون فدراسیون کمېټې د ښځینه برخې مشره وټاکل شوه.
دا غونډه هر څلور کاله وروسته د اسیا په کچه جوړېږي او په کې د اسیا د بدمنتون فدراسیون د کمېټې مشر، غړي او مرستیالان یې د رایو په اساس ټاکل کېږي.
مستوره اوس دنده لري چې د اسیا په کچه د بدمنتون برخې د ښځینه ورزشکارانو ستونزې و ارزوي او د دې ورزش د دودولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
همدا راز په دې وروستیو کې هغې ته د ورزش د سفیرې لقب هم د خلکو د رایو له مخې ورکړل شوی دی: “په دې پروسه کې له ما سره ۱۱ تنه د ورزش برخې مدیران کاندید شوي وو چې د خلکو د رایو له مخې زما رایې لوړې وې او د افغانستان د ورزش سفیرې لقب مې ترلاسه کړ.” د ۲۶ کلنې ارزو د ورزشي بریاوو تر شا په دې وروستیو کې د سیاسي مینې څرک هم لیدل کېږي او نوموړې کله ناکله سیاسي بحثونه هم تعقیبوي.
د بدمنتون فدراسیون په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ۴۵ کاله مخکې رامنځته شو، خو له څه مودې وروسته په هېواد کې د جګړو له کبله یې فعالیتونه وځنډېدل او په ۱۳۸۱ کال کې یې بېرته خپل کار پیل کړ. اوسمهال د بدمنتون فدراسیون په چوکاټ کې ۶۲ ښځینه او نارینه ورزشکاران د مسلکي روزونکو له خوا خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA