ads

د غزني پر ۵۴۰۰ مستحقو كورنيو د خوراكي توكو د وېش لړۍ پيل شوه

په غزني كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست شاوخوا ۵۴۰۰  اړمنو كورنيو سره د خوراكي توكو د مرستې لړۍ پيل كړه.د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اداري مسوول سيد اسد الله كليدته وويل، دا مرستې په هغو كورنيو ته ورسوي چې د وچكالۍ، طبيعي پېښو او ناامنيو له كبله […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
د غزني پر ۵۴۰۰ مستحقو كورنيو د خوراكي توكو د وېش لړۍ پيل شوه

په غزني كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست شاوخوا ۵۴۰۰  اړمنو كورنيو سره د خوراكي توكو د مرستې لړۍ پيل كړه.
د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اداري مسوول سيد اسد الله كليدته وويل، دا مرستې په هغو كورنيو ته ورسوي چې د وچكالۍ، طبيعي پېښو او ناامنيو له كبله زيانمنې شوې وي يا هم له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوې وي.
د اسد الله په خبره دوى مستحقې كورنۍ د يوې سروې له مخې تثبيت كړي چې د غزني د اوسېدونكو تر څنګ له اووه نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته راكډه شوې كورنۍ هم په كې شاملې دي په غزني كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست شاوخوا ۵۴۰۰  اړمنو كورنيو سره د خوراكي توكو د مرستې لړۍ پيل كړه.
د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اداري مسوول سيد اسد الله كليدته وويل، دا مرستې په هغو كورنيو ته ورسوي چې د وچكالۍ، طبيعي پېښو او ناامنيو له كبله زيانمنې شوې وي يا هم له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوې وي.
د اسد الله په خبره دوى مستحقې كورنۍ د يوې سروې له مخې تثبيت كړي چې د غزني د اوسېدونكو تر څنګ له اووه نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته راكډه شوې كورنۍ هم په كې شاملې دي: ((دا مرستې چې موږ برابرې كړي، د پكتيا، پكتيكا، ميدان وردګو، غور، ارزګان، ډايكنډي او باميانو نه دلته راكډه شوې مستحقې كورنۍ به هم ترې برخمنې شي، دا كورنۍ د وچكاليو، طبيعي پېښو او يا هم د جګړې له وجې غزني ته راغلي چې ډېر سخت ژوند تېروي.))
د اسد په خبره د رياست له لوري يې چمتو شويو مرستو كې هرې كورنۍ ته يوه بوجۍ اوړه، پنځه ليټره غوړي او ګڼ نور خوراكي مواد وركول كېږي.
بې وزله كورنۍ د دغو مرستو هركلى كوي خو پر مرستندويه ټولنو او سوداګرو غږ كوي چې دا مرستې ورته كافي نه دي او د دوى د تريخ ژوند د ښه كولو په موخه دې ورسره نورې مرستې هم وكړي.
دا لومړى ځل نه دى چې د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په دې ولايت كې مستحقو كورنيو ته خوراكي مرستې رسوي، بلكې تر دې وړاندې هم ياد رياست له بې وزله كورنيو سره د خوراكي مرستو تر څنګ د غير خوراكي توكو مرسته هم كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA