درېيم تعقيب: د ختيځ زون د سرحدي لوا چارواکي وایي، په تورخم کې یې پاکستانیو ځواکونو سره په نښته کې يې يو سرتېري خپل ژوند له لاسه وركړى او ۶ نور ټپيان دي، خو پاكستاني لوري ته يې په جګړه كې درانه تلفات اړولي دي.
د افغان قومندانانو په وينا، دغه نښته تېره شپه نهه بجې پیل او تر دوه نیمو بجو پورې یې دوام وکړ.
په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا درستیزوال محمد ایوب حسین خیل د نښتې په سیمه کې کلید ته وویل، چې پاکستانیو ځواکونو له ټولو نړیوالو سرحدي قوانینو خلاف په صفري نقطه کې تاسیسات جوړل چې افغان ځواکونو یې مخنیوی کړی او پرمهال یې نښته رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، په دغه نښته کې یو افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه وركړى او ۶ نور ټپیان شوي دي، خو برعكس پاكستاني ملېشو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده: (( د پاكستان نظاميانو غوښتل د نظامي تحركاتو تر سيوري لاندې په غير قانوني شكل په صفري نقطه كې تاسيسات اعمار كړي، موږ يې مخنيوى وكړ، دوى زموږ پر جز و تامونو بريد وكړ، غوښتل يې زموږ مورال خراب كړي، دوى خبر نه وو چې موږ پخواني پوليس نه يوو، زموږ ولس زموږ حمايت كړى دى، موږ دوى ته ډېر درانه تلفات اړولي دي، زه د خپل شهيد سرتېري كورنۍ ته مباركي وايم، دا د دوى د كورنۍ شهيد نه دى، دا د وطن شهيد دى، شپږ سرتېري مو ټپيان دي.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد له کلید سره په خبرو کې وویل، چې دوی د کورنیو چارو د وزیر په امر په خورا چټكۍ د سرحدي ځواکونو مرستې ته ورسیدل او په ګډه يې پاكستاني ځواكونه پر شا وتمبول.
نوموړي د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه، چې تېره شپه د افغان ځواكونو د ملاتړ او هركلي په موخه د تورخم ـ جلال اباد لارې ته راوتي وو: (( كله مو چې له ننګرهاره حركت راوكړ او اول خط ته راتلو، نو د ننګرهار ټول خلك د سړك دواړو غاړو ته ولاړ وو، مرګ په پاكستان او زنده باد ملي ځواكونه نعرې يې وهلې، دې زموږ مورال لا زيات لوړ كړ او په خورا مېړانه سرتېري وجنګېدل.))
په تورخم کې له دې وړاندې په ځلونه- ځلونه د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواكونو تر منځ لفظې شخړې شوي، خو په دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې په دغه پوله وسله واله نښته رامنځته كېږي.
يادونه: اسدالله دولتزى په ننګرهار كې د كليدګروپ سيمه ييز خبريال دى، نوموړى كليد ته د جګړې له صفري كرښې د راپورونو په جوړولو كې بوخت دى. له كليد سره اوسئ، چټك، دقيق او كره معلومات ترلاسه كړئ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ