د ننګرهار چارواکي وايي، په تورخم کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستانیو ملیشو ترمنځ د جګړې له امله يو افغان سرحدي پوليس خپل ژوند له لاسه وركړى او ۵ نور ټپيان دي .
افغان چارواکي وايي، دغه نښته تېره شپه شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پاکستاني ملیشو غوښتل د تورخم ښارګوټي کې له ټاکلې سیمې څخه وړاندې د نړيوالو قوانينو خلاف او په سیمه کې د سرحدي پولیسو له همغږۍ پرته په تورخم مزي نوې دروازه ولګوي .
د یادې دروازې نصبولو له مخینوي وروسته په سیمه کې پاکستاني ملیشو ډزې پیل کړې وې، چې له امله یې د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د ننګرهار ولایت مقام له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه نښته کې ۱ سرحدي پولیس خپل ژوند له لاسه وركړى او ۵ نور ټپيان دي.
د تورخم صفري نقطې ته د كليد ورغلى خبريال اسد الله دولتزى وايي: (( د سرحدي ځواكونو قومندانانو راته وويل، د جګړې علت دا و چې پاكستانيانو په تورخم كې نوې دروازه لګوله او دوى اجازه ور نه كړه، جګړه نهه بجې پيل شوې او تر دوه بجو تونده روانه وه، خو له هغې راوروسته د سهار تر اتو خال خال ډزې وې، د سرحدي پوليسو يو قومندان راته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې پاكستاني لوري ته ۲۹ كسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.))
په سیمه کې یو عیني شاهد جاويد شينا د پيښې په تړاو کلید ته داسې وویل: (( كله چې روژه ماته شوه، د كميسارۍ معاون راغى زه خپله هم هلته ولاړ وم، پاكستاني لوري ته يې وويل دا كار تاسې مه كوئ، د پاكستان د سرحدي پوليسو مشر ورته وويل، كه ته ووايې كه ونه وايې دا كار نن شپه موږ په زور كوو، لفظي شخړه رامنځته شوه، هغوى ويل موږ ګيټ لګوو او دوى ويل چې په يو صورت يې هم نه شئ لګولى، ماخوستن دوى له ګيټ نه راوروسته شول او هغوى هم شاته ولاړل، تقريبا پاوكم نهه بجې وې چې د پاكستاني لوري لخوا پر افغان پوليسو ډزې وشوې او نښته رامنځته شوه.))
د یادولو وړ ده، چې د نښتې پرمهال د افغان سرحدي ځواکونو لپاره له مرکزه د امنیت شورا په امر تازه دم سرتېري هم سیمې ته استول شوي او اوسمهال په سیمه کې وضعیت د عادي کیدو په لور روان دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ