ads

حسين خېل: د تورخم جګړه كې مو پاكستاني لوري ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړى

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، تېره شپه د تورخم په جګړه کې افغان سرحدي پوليسو پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ.تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د دروازې درولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه او د همدې له كبله د دواړو […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
حسين خېل: د تورخم جګړه كې مو پاكستاني لوري ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړى

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، تېره شپه د تورخم په جګړه کې افغان سرحدي پوليسو پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ.
تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د دروازې درولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه او د همدې له كبله د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته، چې د شپې تر ناوخته يې دوام وكړ.
په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل وايي، كله چې دوى د پاكستاني ځواكونو د كار مخه نيوله، هغوى له وړاندې نه د جنګ تيارى نيولى و او پر افغان ځواکونو يې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل، چې وروسته افغان ځواکونو ورته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ. په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، تېره شپه د تورخم په جګړه کې افغان سرحدي پوليسو پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ.
تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د دروازې درولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه او د همدې له كبله د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته، چې د شپې تر ناوخته يې دوام وكړ.
په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل وايي، كله چې دوى د پاكستاني ځواكونو د كار مخه نيوله، هغوى له وړاندې نه د جنګ تيارى نيولى و او پر افغان ځواکونو يې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل، چې وروسته افغان ځواکونو ورته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ.
د هغه په وينا،په دې نښته کې، چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ، د سرحدي ځواکونو يو سرتېرى وژل شوى او پينځه تنه نور ټپيان شوي دي.
حسين خېل زياتوي، ممکن په دې نښته کې پاکستاني لوري ته هم تلفات اوښتي وي، خو په خبره يې دوى سره يې په اړه کره معلومات نشته.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په تورخم کې د تاسيساتو جوړېدو په سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه راولاړه شوې او دغه لاره د څو ورځو لپاره د مسافرو پرمخ تړلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA