ads

بنګله دېشي پوليسو، په څو ورځو كې له پنځو زرو زيات سخت دريځي نيولي

د بنګله دېش پوليسو په تېرو څو ورځو کې د پنځه زره سخت دريځو، چې په ډله کې يې ۸۵ وسله وال هم شامل دي، د نيولو خبر ورکړى دى.پوليس وايي، چې ياد کسان يې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د امنيتي لوړپوړو چارواکو تر لارښوونې وروسته په پلټونکو عملياتو کې نيولي دي.د نيول شوو […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1395
بنګله دېشي پوليسو، په څو ورځو كې له پنځو زرو زيات سخت دريځي نيولي

د بنګله دېش پوليسو په تېرو څو ورځو کې د پنځه زره سخت دريځو، چې په ډله کې يې ۸۵ وسله وال هم شامل دي، د نيولو خبر ورکړى دى.
پوليس وايي، چې ياد کسان يې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د امنيتي لوړپوړو چارواکو تر لارښوونې وروسته په پلټونکو عملياتو کې نيولي دي.
د نيول شوو کسانو ډېرى يې د جماعت المجاهدين ډلې غړي بلل شوي دي.
په بنګله دېش کې دا كسان په داسې حال كې نيول شوي، چې په روان کال کې بنګله دېشي محکمو د جماعت اسلامي ګوند په ګډون د يو شمېر مذهبي سخت دريځو ډلو مشران په اعدام او عمري بند محکوم کړل. د بنګله دېش پوليسو په تېرو څو ورځو کې د پنځه زره سخت دريځو، چې په ډله کې يې ۸۵ وسله وال هم شامل دي، د نيولو خبر ورکړى دى.
پوليس وايي، چې ياد کسان يې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د امنيتي لوړپوړو چارواکو تر لارښوونې وروسته په پلټونکو عملياتو کې نيولي دي.
د نيول شوو کسانو ډېرى يې د جماعت المجاهدين ډلې غړي بلل شوي دي.
په بنګله دېش کې دا كسان په داسې حال كې نيول شوي، چې په روان کال کې بنګله دېشي محکمو د جماعت اسلامي ګوند په ګډون د يو شمېر مذهبي سخت دريځو ډلو مشران په اعدام او عمري بند محکوم کړل.
تېره مياشت د جماعت اسلامي ګوند سپين ږيرى مشر هم د اعدام تر حکم وروسته په دار وځړول شو.
په نوموړي دا جرم ثابت شوى و، چې په ۱۹۷۱ کال له پاکستان څخه د بنګله دېش د خپلواکۍ په ورځو کې يې په ډله ييزو وژنو کې لاس درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA