د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار اته نيمې بجې د سرخرود ولسوالۍ یو قومي مشر نامعلومو وسله والو له موټر ښکته کړی او په ډزو سره یي وژلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د سرخرود ولسوالۍ قومي مشر ملک اول خان له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه په لاره و، چې د (سقاوي) دښته کې نامعلومو وسله والو لومړی له موټره ښکته کړی او بيا يې په ډزو وژلی دی.
خوږیاڼی وایي، چې امنیتي او کشفي ارګانونو ته ولایتي ادارې دنده سپارلي، چې دغه پیښه وڅیړې او عاملین یې پیدا کړي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار اته نيمې بجې د سرخرود ولسوالۍ یو قومي مشر نامعلومو وسله والو له موټر ښکته کړی او په ډزو سره یي وژلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د سرخرود ولسوالۍ قومي مشر ملک اول خان له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه په لاره و، چې د (سقاوي) دښته کې نامعلومو وسله والو لومړی له موټره ښکته کړی او بيا يې په ډزو وژلی دی.
خوږیاڼی وایي، چې امنیتي او کشفي ارګانونو ته ولایتي ادارې دنده سپارلي، چې دغه پیښه وڅیړې او عاملین یې پیدا کړي.
تر اوسه کومې وسله والي ډلې د دغه قومي مشر د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخستې.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم یو بل قومي مشر په غني خیلو ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.


