ads

لويديځ ولايتونه: د پوليسو په ليكو كې د نفوذي طالبانو مخنيوى كېږي

د ۶۰۶ انصار قومندانۍ د استخباراتو مديريت وايي، د هېواد په لويديځه حوزه كې د پوليسو په ليكو كې د نفوذي طالبانو د تشخيص لپاره پر يو پلان كار كوي چې ډېر ژر به پلى شي. د انصار زون د استخباراتو مدير محمد نعيم غيور كليد ته وويل، په لويديځو ولايتونو كې څو ځله داسې […]

نویسنده: TKG
23 غبرګولی 1395
لويديځ ولايتونه: د پوليسو په ليكو كې د نفوذي طالبانو مخنيوى كېږي

د ۶۰۶ انصار قومندانۍ د استخباراتو مديريت وايي، د هېواد په لويديځه حوزه كې د پوليسو په ليكو كې د نفوذي طالبانو د تشخيص لپاره پر يو پلان كار كوي چې ډېر ژر به پلى شي.
د انصار زون د استخباراتو مدير محمد نعيم غيور كليد ته وويل، په لويديځو ولايتونو كې څو ځله داسې شوي دي چې په امنيتي پوستو كې پراته پوليس د نفوذي طالبانو د دسيسو له كبله يا وژل شوي او يا هم له خپلو وسلو سله د طالبانو ليكو ته ورغلي دي.
د غيور په خبره، له دې وروسته به د كشفي او استخباراتي پلانونو د تطبيق له لارې د دا ډول پېښو مخنيوى وشي د ۶۰۶ انصار قومندانۍ د استخباراتو مديريت وايي، د هېواد په لويديځه حوزه كې د پوليسو په ليكو كې د نفوذي طالبانو د تشخيص لپاره پر يو پلان كار كوي چې ډېر ژر به پلى شي.
د انصار زون د استخباراتو مدير محمد نعيم غيور كليد ته وويل، په لويديځو ولايتونو كې څو ځله داسې شوي دي چې په امنيتي پوستو كې پراته پوليس د نفوذي طالبانو د دسيسو له كبله يا وژل شوي او يا هم له خپلو وسلو سله د طالبانو ليكو ته ورغلي دي.
د غيور په خبره، له دې وروسته به د كشفي او استخباراتي پلانونو د تطبيق له لارې د دا ډول پېښو مخنيوى وشي: (( تر اوسه په هرات، فراه او بادغيس كې ګڼ عسكر له خپلو وسلو او مهماتو سره د طالبانو ليكو ته ورغلي دي.))
بايد وويل شي چې د افغانستان په امنيتي سكټور كې د نفوذي طالبانو ننوتلو ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو ته وخت ناوخت لوى سرخوږى جوړ كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA