د امريکا د استخباراتي ادارې سي آى اې مشر وايي، چې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو كې د سعودي عربستان لاس نه و او نه هم په دې کې د سعودي حکومت کومه اړيکه وه.
جان برنن ويلي، چې ډېر ژر به يو ۲۸ مخيز رپوټ خپور کړي، چې په دې اړه پکې معلومات ځاى شوي دي.
د هغه په وينا، دى هم د ياد رپوټ پلوي کوي او په دې کې د سعودي حکومت هر ډول لاس لرل ردوي.
د سي آى اې مشر د سعودي عربستان دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې په دې برخه کې پر سعودي لګېدلي تورونه ابتدايي وو او په خبره يې اوس څرګنده شوه، چې په دې ترهګريز بريد کې د سعودي عربستان کوم چارواکي لاس نه درلود. د امريکا د استخباراتي ادارې سي آى اې مشر وايي، چې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو كې د سعودي عربستان لاس نه و او نه هم په دې کې د سعودي حکومت کومه اړيکه وه.
جان برنن ويلي، چې ډېر ژر به يو ۲۸ مخيز رپوټ خپور کړي، چې په دې اړه پکې معلومات ځاى شوي دي.
د هغه په وينا، دى هم د ياد رپوټ پلوي کوي او په دې کې د سعودي حکومت هر ډول لاس لرل ردوي.
د سي آى اې مشر د سعودي عربستان دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې په دې برخه کې پر سعودي لګېدلي تورونه ابتدايي وو او په خبره يې اوس څرګنده شوه، چې په دې ترهګريز بريد کې د سعودي عربستان کوم چارواکي لاس نه درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې تېره مياشت د امريکا سنا مجلس کې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو په اړه سعودي عربستان په لاس لرلو تورن شوى و او په هکله يې د څېړنو امر کړى و.
د امريکا سنا مجلس تر پرېکړې وروسته سعودي عربستان خبردارى ورکړى و، چې که چېرې د يادې موضوع په اړه په پارلمان کې پرېکړه وشي، نو په امريکا کې به خپله د ميلياردونو ډالرو پانګه ليلام کړي.


