ads

د هند دفاع وزير: پاكستان زموږ پر هېواد ترهګريز بريدونه تنظيموي

د هند د دفاع وزير يو ځل بيا په پاکستان تور پورې کړ، چې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه تنظيموي.منوهر پاريکر وايي، پاکستان په هند کې د بريدونو په اړه مثبت نظر لري او پوهېږي، چې دا ډول ترهګريز بريدونه هند ته زيان اړولى شي.د هند د دفاع وزير په غازي اباد نومي ښار […]

نویسنده: TKG
23 غبرګولی 1395
د هند دفاع وزير: پاكستان زموږ پر هېواد ترهګريز بريدونه تنظيموي

د هند د دفاع وزير يو ځل بيا په پاکستان تور پورې کړ، چې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه تنظيموي.
منوهر پاريکر وايي، پاکستان په هند کې د بريدونو په اړه مثبت نظر لري او پوهېږي، چې دا ډول ترهګريز بريدونه هند ته زيان اړولى شي.
د هند د دفاع وزير په غازي اباد نومي ښار کې يو خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې که په کشمير کې بريد کېږي علت يې معلوم دى، خو په وينا يې په ممبيي کې د بريد علت ټولو ته څرګند دى، چې چا، ولې او څنګه ترسره كړى و. د هند د دفاع وزير يو ځل بيا په پاکستان تور پورې کړ، چې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه تنظيموي.
منوهر پاريکر وايي، پاکستان په هند کې د بريدونو په اړه مثبت نظر لري او پوهېږي، چې دا ډول ترهګريز بريدونه هند ته زيان اړولى شي.
د هند د دفاع وزير په غازي اباد نومي ښار کې يو خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې که په کشمير کې بريد کېږي علت يې معلوم دى، خو په وينا يې په ممبيي کې د بريد علت ټولو ته څرګند دى، چې چا، ولې او څنګه ترسره كړى و.
د هند د دفاع وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ د دغه هېواد لومړي وزير په واشنګټن کې هم په غير مستقيمه توګه پر پاکستان نيوکې وکړې او دغه هېواد يې ترهګرو سره په لاس لرلو تورن کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA