ads

د داعش ډلې يو شمېر غړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي

د جرمني د اطلاعاتي خدمتونو ادارې يو داسې لېست ترلاسه کړى، چې په کې د هغو داعش وسله والو نومونه راغلي، چې د مختلفو علتونو له كبله له داعش ډلې څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.يادې ادارې په خپور کړي رپوټ کې ويلي، داسې کورنۍ يې موندلي، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کلونو […]

نویسنده: TKG
23 غبرګولی 1395
د داعش ډلې يو شمېر غړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي

د جرمني د اطلاعاتي خدمتونو ادارې يو داسې لېست ترلاسه کړى، چې په کې د هغو داعش وسله والو نومونه راغلي، چې د مختلفو علتونو له كبله له داعش ډلې څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
يادې ادارې په خپور کړي رپوټ کې ويلي، داسې کورنۍ يې موندلي، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ منځني ختيځ کې له داعش سره يو ځاى شوې وې.
دغه کورنۍ د اروپا د بېلابېلو هېوادونو اتباع بلل شوې دي. د جرمني د اطلاعاتي خدمتونو ادارې يو داسې لېست ترلاسه کړى، چې په کې د هغو داعش وسله والو نومونه راغلي، چې د مختلفو علتونو له كبله له داعش ډلې څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
يادې ادارې په خپور کړي رپوټ کې ويلي، داسې کورنۍ يې موندلي، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ منځني ختيځ کې له داعش سره يو ځاى شوې وې.
دغه کورنۍ د اروپا د بېلابېلو هېوادونو اتباع بلل شوې دي.
د شپيګل مجلې د رپوټ له مخې، يادو کورنيو کې يې شل کورنۍ جرمني ته ورغلي او خپل عادي ژوند يې پيل کړى دى.
په خپاره کړو اسنادو کې د يادو کورنيو په اړه ويل شوي، چې دوى د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له اجازې پرته په ځينو عملياتو کې تر ګډون وروسته شړل شوې دي.
شپيګل مجلې ليکلي، چې تراوسه د دغو اسنادو د کره والي په اړه څېړنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA