لاهم د افغانستان قیمتي ډبرې او کانونه په ناقانونه توګه استخراجېږي. حکومت په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې په دې نه دی توانیدلی چې د دغې ملي شتمنۍ له قاچاق او خپلسره استخراج څخه مخنیوی وکړي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معلومات ښيي چې شاوخوا ۸۰ فیصده قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر رسمي او غیرفني توګه استخراجېږي او ګټه یې محدودو کړیو ته رسېږي. لاهم د افغانستان قیمتي ډبرې او کانونه په ناقانونه توګه استخراجېږي. حکومت په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې په دې نه دی توانیدلی چې د دغې ملي شتمنۍ له قاچاق او خپلسره استخراج څخه مخنیوی وکړي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معلومات ښيي چې شاوخوا ۸۰ فیصده قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر رسمي او غیرفني توګه استخراجېږي او ګټه یې محدودو کړیو ته رسېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عبدالباري رحمان تېره اوونۍ د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په څلورم ملي کنفرانس کې وویل، پکار ده چې د کانونو قانون ته خاصه پاملرنه وشي او په مسلکي او رسمي ډول یې د استخراج چارې پرمخ ولاړې شي. نوموړي زیاته کړه چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له استخراجه حکومت د کال ۳۰ملیونه ډالره عاید ترلاسه کوي، خو په خبره یې که چېرې دا پروسه مسلکي او رسمي شي؛ نو امکان لري چې د عوایدو کچه ۳۰۰ملیونه ډالرو ته ورسېږي: ((همدا اوس ۸۰فیصده کانونه په غیر رسمي توګه استخراج او استفاده ترې کېږي.))
د کانونو او پټرولیم وزارت هم د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج په برخه کې ستونزې جدي بولي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې غزال حبیبیار په دغه کنفرانس کې وویل، هغه ډبرې چې له افغانستان څخه صادرېږي، په نړیوالو مارکېټونو کې د نورو هېوادونو په مارک پلورل کېږي.
که څه هم د سوداګرۍ وزارت مرستیال هغه کړۍ مشخصې نه کړې چې د کانونو په ناقانونه کیندنو لاس پورې کوي، خو تر ډېره سیمهییزو زورواکانو، نامسووله وسلهوالو او طالبانو ته ګوته نیول کېږي. دا موضوع د شفافیت څار سازمان او نړیوال څېړنیز بنسټونه هم تاییدوي.
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په اړه د کنفرانس ګډونوالو ویل، که د ناقانونه کیندنو او استخراج مخه ونهنیول شي، حکومت به له کانونو څخه د لازمې ګټې اخستنې په برخه کې پاتې راشي.
د بدخشان لاجورد
له بدخشان څخه راپورونه ښيي چې دغلته هره ورځ لږ تر لږه یو ټن لاجوردي کاڼي په قاچاقي توګه ایستل کېږي. د کلید خبریال د راپور په حواله د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالبشیر صمیم تایید کړې چې د بدخشان ولایت د لاجوردو لوی او تر ټولو بډای کان د دولت له ولکې څخه بهر او د نامسووله وسلهوالو په واک کې دی:(( له ياد کان څخه نامسوول وسلهوال په نامسلکي توګه لاجورد وباسي او خپله يې بهر ته په قاچاقي ډول وړي، خو حکومت تر اوسه د دوی پر وړاندې هېڅ هم نه دي کړي.)) صميم همداراز ادعا کړې چې په بدخشان کې د طالبانو له پاره د لګښت او اکمالاتو تر ټولو ښه لاره د کانونو ايستل دي. نوموړي ویلي:(( د طالبانو پنځوس په سلو کې لګښتونه د لاجوردو له کان څخه پوره کېږي چې دوی کولای شي په سيمه کې په ښه توګه خپل فعاليتونه پرې وکړي.))
د بدخشان ولایت د کانونو رييس محمداکبر انوري بیا ویلي چې د کران او منجان ولسواليو د لاجوردو له کان څخه هره ورځ په غير مسلکي توګه شاوخوا زر کيلوګرامه لاجورد ايستل کېږي. د انوري په خبره ((وسلهوال دا لاجورد بیا د پنجشير ولایت له لارې د نړۍ مارکېټونو ته وباسي)). د نوموړي د معلوماتو له مخې د لاجوردو د همدې کانونو د ګټې په سر څو مياشتې وړاندې مخالفو وسلهوالو ډلو په خپل منځ کې شخړه هم کړې وه چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. دا څرګندونې په داسې حال کې دې چې د جون په ۶مه د څېړنو یوې نړیوالې ادارې ګلوبل ویټنس Global witness هم تایید کړه چې د بدخشان کانونه د سیمه ییزو قومندانانو، طالبانو، پخوانیو جهادي قومندانانو او ان د پارلمان د ځینو استازو له لوري کیندل کېږي او په ځینو مواردو کې یې د ډلو متجانس ایتلاف جوړ کړی دی. دا څېړنه وايي، په بدخشان ولایت کې له يوه کوچني کان څخه د وسله والو ډلو لکه طالبانو عوايد، د افغانستان حکومت له ټولو هغو عوايدو سره برابر شوي دي چې د دې هېواد د کانونو له برخې ترلاسه کېږي.
د هلمند رخام
د هلمند ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سل ځايه د رخام ډبرې په ناقانونه توګه استخراجېږي. د هلمند د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د تاريخي اثارو او قیمتي ډبرو د ساتنې او د کانونو د ناقانونه کيندنو د مخنيوي په هدف د روان ۱۳۹۵کال د غويي په ۲۶مه په لښکرګاه کې يوه غونډه هم درلوده. د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رییس احمدنوید په یاده غونډه کې وویل چې د رخام ډبرې کان د هلمند په سرحدي ولسوالۍ دېشو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، پروت دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې دېشو ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده: ((په دې ولایت کې ټول کانونه که هغه قيمتي ډبرې او که نور دي، سختې پاملرنې ته اړتيا لري چې قومي مشران او دولتي چارواکي بايد ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.)) د هلمند ولایت د کانونو ريیس حبیبالله حقپرست د څرګندونو پر اساس حکومت په سیمه کې يوازې له شپږو شرکتونو سره رسمي قرارداد لري او نور ټول شرکتونه چې رخام ډبرې باسي، ناقانونه دي او په خپل سر دا کارونه کوي: ((دوی رخام ډبرې تر استخراج وروسته پاکستان ته وړي.)) د هلمند د کانونو رییس حقپرست په وینا، د دوی رياست کوم پوځي ځواک نه لري چې د کانونو د ناقانونه استخراج مخه پرې ونیسي، هغه وايي: (( موږ د دغسې ستونزو راپور مرکز ته ورکړی. په دې برخه کې بايد امنيتي سکتورونه او وزارت په ګډه تصميم ونيسي.))د هلمند والي هم مني چې رخام ډبرې په ناقانونه توګه ويستل کېږي، هغه وايي چې دوی د دې کار د مخنيوي له پاره ځانګړي پلانونه لري، خو د هلمند له اوسېدونکو د ملاتړ غوښتنه لري. د هلمند ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل ویلي چې د رخام ډبرو له كان څخه په سلو کې اتيا فیصده عوايد طالبان، لس په سلو کې عام خلک او مزدوران او لس په سلو کې يې دولت ته ځي. اتل زیاته کړې: ((هېڅ دولتي ارګان د قيمتي ډبرو د ناقانونه کيندنو د مخنيوي له پاره څه نه دي کړي او تر ټولو بده يې لا دا ده چې ډېری لوړپوړي دولتي چارواکي هم په دې ناقانونه کار کې ښکېل دي.)) په هلمند کې د رخام ډبرو د پروسس د يوې فابريکې مشر لعلمحمد کارګر بیا ویلي چې د دوی فابریکه په کال کې يوازې د پنځوس ټنه رخام ډبرو د پروسس وړتيا لري: ((که د رخام ډبرو له کان څخه سمه څارنه وشي؛ نو ډېرو افغان سوداګرو ته به د دې زمينه برابره شي چې دغو ډبرو ته په خصوصي توګه فابريکې جوړې کړي او ګټه يې د دولت تر څنګ همدې افغان سوداګرو ته هم ورسېږي.)) کارګر وايي چې اوس مهال د افغانستان رخام ډبرې په کراچۍ کې پروسس کېږي او د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادريږي. هغه وايي چې يو ټن رخام ډبرې د افغانستان په بازارونو کې تر پنځهويشت زره افغانيو پورې پلورل کېږي او له دې ډبرو څخه ساختماني مواد او همداراز د کور او دفترونو له پاره زينتي توکي هم جوړېږي.
د كانونو رياست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ۱۶ډوله کانونه موجود دي، خو دمګړۍ ویل کېږي چې فقط رخام ډبرې استخراجېږي او د نورو په اړه کره معلومات نشته. په هلمند کې د کانونو د استخراج یو علت له پاکستان سره د دغه ولایت ۱۶۰کیلومتره ګډه پوله هم ښودل کېږي چې د دولت وسلهوالو ډلو د تګ راتګ زمینه یې مساعده کړې ده.
د غزني کرومايټ او سره زر
د غزني ولايت یو شمېر قومي مخور او د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت په مقر، زنهخان او واغظ ولسواليو کې له څو مياشتو راهيسې د دولت د وسلهوالو مخالفينو له لوري کانونه کيندل کېږي. د دې ولایت د نجات قومي شورا مشر خلیلالله هوتـک د کلیــد خبــریــال تـه منلې چې وسلهوال مخالفين په غزني ولایت کې قېمتي ډبرې کرومايټ او سره زر د پاکستانيو انجنيرانو په مرسته وباسي او بيا يې د پلورلو له پاره پاکستان ته وړي.
هوتک ویلي چې دا يوازې د ناامنو ولسواليو ستونزه نه ده، بلکې په امنو ولسواليو کې بیا په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي په ناقانونه کيندنو او د قېمتي ډبرو په کاروبار بوخت دي.
هوتک وايي چې په ناامنو ولسواليو کې طالبان د سيمې امنيت نيسي او پاکستاني انجنيران او کارکوونکي په عملي توګه د کانونو په ويستلو او پاکستان ته په وړلو بوخت دي: ((د طالبانو له پاره په اوس وخت کې تر دې لويه مالي سرچينه نشته، بس دا ورته لنګه غوا ده، د حکومت بې کفايته چارواکي دا هرڅه په خپلو سترګو ويني، خو هېڅ اقدام نه کوي.))
د غزني د ولايتي شورا غړی امانالله کامراني د خولې خبره ده چې طالبان له هر هغه موټر څخه چې پاکستانيان يې لېږدوي له دوو تر څلورو لکو کلدارو اخلـي. د غــزنـي ولایتـي شــورا مـرسـتیال عبدالجامع جامع هم تاییدوي چې له ډېرې مودې را په دې خوا د غزني په زنهخان ولسوالۍ کې د پاکستاني انجنیرانو له لوري د کرومايټ ډبرو کيندل روان دي. د جامع وینا ده چې هره ورځ تر پنځو مازدا کرومايټ ډبرې د لوګر له لارې پاکستان ته وړل کېږي: د غزني د ولایتي شورا بل غړی حسنرضا یوسفي هم وايي چې د زنهخان ولسوالۍ کرومايټ له څه مودې راهيسې د پاکستاني انجنیرانو له لوري استخراج او ډبرې یې پاکستان ته قاچاق کېږي. يوسفي زیاتوي چې د دې ولسوالۍ په (پردل او مستخېلو) کليو کې د کرومايټ کانونه موجود دي چې اوس مهال د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي. خو د غزني د کانونو او پټرولیم رییس سیداحمدالله حکیمي بیا د ولايتي شورا د غړو خبرې نه مني، هغه وايي چې له څو کلونو راهیسې په غزني کې هېڅ ډول استخراج نه دی شوی او یوازې شپږ کاله مخکې د غزني د زنهخان د کرومایټ ډبرې تر یوې لنډې مودې استخراج شول چې بیا وروسته د ټیټ کیفیت او د بازار د نشت له کبله یې استخراج ودرېده. په غزني کې د کرومایټ، لیتیم، ګچ او سرو زرو کانونه تثبیت شوي دي. د لیتیم او ګچو کان په ناور، د سرو زرو کان په مقر او د کرومایټ کانونه په زنهخان ولسوالۍ کې موقعیت لري.
نورستان
د بدخشان، غزني او هلمند تر څنګ په نورستان کې هم د قېمتي ډبرو کانونه خوندي نه دي او بهر ته په ډېره ارزانه بیه قاچاق کېږي. د ياد ولایت ځینو اوسېدونکو سلام وطندار راډیو ته ویلي چې نورستان د مليونونه ډالرو په ارزښت د قېمتي ډبرو کانونه لري، خو د دولت د بې پروایۍ له کبله يې په رڼا ورځ کورني او بهرني قاچاق وړونکي وړي. د کونړ ولایت اوسېدونکي ۵۳کلن فتحمحمد چې څه موده يې د بيروچو په کان کې کار کړی، څرګنده کړې چې په نورستان کې د بيروچو، زمرد، مرجان، مارګينيټ، کرنیټ، ګلي ميدک او نورو قیمتي ډبرو کانونه شته چې قاچاق کېږي. ((دوی يو کيلوګرام بیروچ له ۸۰ تر ۳۰۰زره افغانیو پورې پلوري، خو د بیروچو د څو ګرامو اصلي بيه له ۹۰زره افغانيو ډېره ده.)) هغه ویلي چې د افغانستان په نورو ولایتونو لکه بدخشان او پنجشېر کې د هر کيلوګرام خالصو بیروچو بیه له ۱۵ تر ۳۰زرو ډالرو پورې ده.
د نــورستــان د منـــډول ولـســوالۍ اوسېـدونکي رحيمخان يار په وینا ((داسې نه ده چې دولت د کانونو له ويستونکو خبر نه دی او يا يې هم نه ويني، دلته د دولتي پوستو په پنځه کیلومترۍ کې کانونه ويستل کېږي)). د ياد ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي بیا دا خبرې نه مني، دوی وايي د کانونو ناقانونه کیندنې په هغو سیمو کې روانې دي چې د دوی په ولکه کې نه دي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د روڼتيا د څار ادارې مشر سیداکرم افضلي وايي چې د هېواد په ۲زره ځايونو کې په ناقانونه توګه کانونه استخراجېږي. د روڼتيا د څار اداره دولت د کانونو د ناقانونه کيندنو په مخنيوي کې ناکام بولي او وايي چې ډېری دولتي چارواکي، د ولايتي شورا غړي، د ولسي جرګي استازي، وسلهوال مخالفين او سيمهييز زورواکي د کانونو په ناقانونه استخراج کې لاس لري.


