چارواكي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پېلوټه برید او ځانګړو عملیاتو كې د د دوو قومندانو په ګډون د ۸ وسله والو د وژل کېدو همدا راز په پچیراګام ولسوالۍ کې له وسله والو سره د نښتې پرمهال د دوو پولیسو او ۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، د حصارک ولسوالۍ په غوږیزې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پېلوټه برید له امله په یو سراچه ډوله موټر کې سپاره شپږ وسله وال وژل شوي او وسله یې هم له منځه تللې ده.
خوږیاڼی زياتوي، د همدې ولسوالۍ په سرګردان سيمه كې بيا د پوليسو په يو كمين كې د وسله والو دوه مهم قومندانان هم وژل شوي دي. چارواكي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پېلوټه برید او ځانګړو عملیاتو كې د د دوو قومندانو په ګډون د ۸ وسله والو د وژل کېدو همدا راز په پچیراګام ولسوالۍ کې له وسله والو سره د نښتې پرمهال د دوو پولیسو او ۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، د حصارک ولسوالۍ په غوږیزې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پېلوټه برید له امله په یو سراچه ډوله موټر کې سپاره شپږ وسله وال وژل شوي او وسله یې هم له منځه تللې ده.
خوږیاڼی زياتوي، د همدې ولسوالۍ په سرګردان سيمه كې بيا د پوليسو په يو كمين كې د وسله والو دوه مهم قومندانان هم وژل شوي دي.
د والي وياند د يو بل خبر له مخې وويل، پرون د پچیراګام په ولسوالۍ اړوندو کې هم وسله والو لومړی د پولیسو پوستې ته نږدې د موټر بم چاودنه کړي، ورسره جوخت نښته رامنځ ته شوې: (( په دې نښته كې دوه وسله وال وژل شويو درې ټپيان دي، همدا راز دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.))
بلخوا تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
حصارک او پچیراګام د ننګرهار هغه لرې پرتې ولسوالۍ دي، چې د نا امنۍ له امله یې خلک له ډیرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


