په هند کې يوې محکمې پنځه کسان پر يوې بهرنۍ مېرمنې د جنسي تېري په جرم په عمري بند محکوم کړل.
د دغې هندي محكمې قاضي رامش کومار دغه پنځه کسان پرون پر يوې ۵۱ کلنې ډنمارکۍ مېرمنې د جنسي تېري د جرم تر اثبات وروسته په عمري بند محکوم کړل.
ويل کېږي يادو پنځو تنو دغه ډنمارکۍ مېرمن له يو هوټل څخه تښتولې وه او وروسته يې په نوي ډيلي کې پرې ډله ييز جنسي تېرى کړى و.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې هم پر يوې ۲۳ کلنې نجلۍ تر ډله ييز جنسي تېري وروسته زرګونه خلک لارو او کوڅو ته وتلي وو، چې له كبله يې تاوتريخوالي کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه. په هند کې يوې محکمې پنځه کسان پر يوې بهرنۍ مېرمنې د جنسي تېري په جرم په عمري بند محکوم کړل.
د دغې هندي محكمې قاضي رامش کومار دغه پنځه کسان پرون پر يوې ۵۱ کلنې ډنمارکۍ مېرمنې د جنسي تېري د جرم تر اثبات وروسته په عمري بند محکوم کړل.
ويل کېږي يادو پنځو تنو دغه ډنمارکۍ مېرمن له يو هوټل څخه تښتولې وه او وروسته يې په نوي ډيلي کې پرې ډله ييز جنسي تېرى کړى و.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې هم پر يوې ۲۳ کلنې نجلۍ تر ډله ييز جنسي تېري وروسته زرګونه خلک لارو او کوڅو ته وتلي وو، چې له كبله يې تاوتريخوالي کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.


