ads

ملګرو ملتونو د ننګرهار د روداتو پېښه وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو باندې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.پرون د جمعې د لمانځه پرمهال د روداتو ولسوالۍ د حصارک په مرکزې جومات کې د شوې چاودنې له امله د ملا امام په ګډون درې لمونځ کوونکي ووژل شول او ۷۲ […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1395
ملګرو ملتونو د ننګرهار د روداتو پېښه وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو باندې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
پرون د جمعې د لمانځه پرمهال د روداتو ولسوالۍ د حصارک په مرکزې جومات کې د شوې چاودنې له امله د ملا امام په ګډون درې لمونځ کوونکي ووژل شول او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د ځانګړي استازي نیکولایس هايسم له قوله برید غندل شوی او دغه ډول کړنې یې د ولسونو ترمنځ د وېرې او ډار خپرولو سبب ګڼلې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو باندې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
پرون د جمعې د لمانځه پرمهال د روداتو ولسوالۍ د حصارک په مرکزې جومات کې د شوې چاودنې له امله د ملا امام په ګډون درې لمونځ کوونکي ووژل شول او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د ځانګړي استازي نیکولایس هايسم له قوله برید غندل شوی او دغه ډول کړنې یې د ولسونو ترمنځ د وېرې او ډار خپرولو سبب ګڼلې دي.
بل لورته بیا تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې برید مسولیت نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامي په خپرولو سره دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA