ads

عراقي سرچينې: ابوبكر البغدادي په هوايي بريد كې ټپي شوى دى

د عراق يو خصوصي ټلويزيون ادعا کړې، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په يو هوايي بريد کې سخت ټپي شوى دى.د عراق السومريه ټلويزيوني شبکې په نينوا ايالت کې د خپلو سرچينو په حواله اعلان کړى، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي پرون له خپلو ملګرو سره د سوريې پولې سره په […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1395
عراقي سرچينې: ابوبكر البغدادي په هوايي بريد كې ټپي شوى دى

د عراق يو خصوصي ټلويزيون ادعا کړې، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په يو هوايي بريد کې سخت ټپي شوى دى.
د عراق السومريه ټلويزيوني شبکې په نينوا ايالت کې د خپلو سرچينو په حواله اعلان کړى، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي پرون له خپلو ملګرو سره د سوريې پولې سره په يوه غونډه کې ګډون کاوه، چې تر هوايي بريد لاندې راغلى او سخت ټپي شوى دى.
خو د امريكا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو وياند ګريس ګارور او عراقي چارواکو د نوموړي د ټپي کېدو په اړه بې خبري ښودلې.
بايد ياده شي، چې تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۰ کال کې امريکايي چارواکو د البغدادي د وژل کېدو ادعا کړې وه، چې وروسته غلط ثابته شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA