ads

سعودي د ترهګرۍ په تور ۸۲۳ كسان نيولي دي

سعودي عربستان د ترهګرۍ په تور ۸۲۳ كسان نيولي چې زياتره يې دغه  هېواد ته د مزدورۍ لپاره ورغلي د نورو هېوادونو كسان دي.د سعودي د كورنيو چارو وزارت ويلي، په نيول شويو كسانو كې ۲۹ تنه پاكستانيان، ۱۹ هنديان، ۱۸ افريقايان، ۳ اروپايان، ۲ انډونيزيايي وګړي او ۶ تنه نور د فلپين اوسېدونكي دي.د […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1395
سعودي د ترهګرۍ په تور ۸۲۳ كسان نيولي دي

سعودي عربستان د ترهګرۍ په تور ۸۲۳ كسان نيولي چې زياتره يې دغه  هېواد ته د مزدورۍ لپاره ورغلي د نورو هېوادونو كسان دي.
د سعودي د كورنيو چارو وزارت ويلي، په نيول شويو كسانو كې ۲۹ تنه پاكستانيان، ۱۹ هنديان، ۱۸ افريقايان، ۳ اروپايان، ۲ انډونيزيايي وګړي او ۶ تنه نور د فلپين اوسېدونكي دي.
د دغه وزارت په قول، سعودي حكومت په تازه اقداماتو كې د تروريستانو اړوند ۱۱۷ بانكي حسابونه هم كنګل كړي او لا هڅه كوي چې د ترهګرۍ د ودې او تبليغ نورې سرچينې هم وچې كړي.

د سعودي د كورنيو چارو وزارت ويلي، دا هغه حسابونه وو چې تروريستي ډلو ته ترې په پراخه كچه پيسې استول كېدې.
سعودي حكومت د ترهګرۍ پرضد  اقدامات په داسې حال كې كوي چې په دغه هېواد كې د ۲۰۱۵ كال په اوږدو كې د ترهګريزو بريدونو له كبله د امنيتي كسانو په ګډون تر ۲۰۰ زيات وګړي وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA