ads

د هسكې مېنې امنيه قومندان له داعش سره په نښته كې وژل شوى دى

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هسکې مینې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د داعش وسله والو د ډله ییز برید پرمهال د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی.چارواکي وایي، نښته تېره شپه دوه بجې رامنځته شوې او پرمهال یې شلو داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.د ننګرهار د والي ویاند عطالله […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1395
د هسكې مېنې امنيه قومندان له داعش سره په نښته كې وژل شوى دى

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هسکې مینې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د داعش وسله والو د ډله ییز برید پرمهال د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی.
چارواکي وایي، نښته تېره شپه دوه بجې رامنځته شوې او پرمهال یې شلو داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وويل، د هسكې مېنې پر امنيه قومندانۍ بيګاني بريد كې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او  ۷ نور وسله وال يې ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هسکې مینې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د داعش وسله والو د ډله ییز برید پرمهال د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی.
چارواکي وایي، نښته تېره شپه دوه بجې رامنځته شوې او پرمهال یې شلو داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وويل، د هسكې مېنې پر امنيه قومندانۍ بيګاني بريد كې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او  ۷ نور وسله وال يې ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په نښته کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنیه قومندان شاه محمود په ګډون پنځه افغان سرتېرې هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند وایي، سیمې ته سمدستې نور مرستندویه سرتېرې رسیدلي او ددغې نښتې د رامنځته کېدو دعلت په اړه هڅې رواني دي.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA