ads

د غزني په ګيلان كې نښته، د دوه طالب قومندانانو په ګډون ۸ وسله وال مړه، ۳ ټپيان

د غزني امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په ګيلان كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو په نښته كې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.د غزني له امنيه قومندانۍ څخه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، وسله والو بيګا شپه دوه نيمې بجې  په ګيلان كې د ملي پوليسو […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1395
د  غزني په ګيلان كې نښته، د دوه طالب قومندانانو په ګډون ۸ وسله وال مړه، ۳ ټپيان

د غزني امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په ګيلان كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو په نښته كې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.
د غزني له امنيه قومندانۍ څخه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، وسله والو بيګا شپه دوه نيمې بجې  په ګيلان كې د ملي پوليسو پر پوسته ډله ييز بريد كړى و چې نښته يې تر سهار شپږو بجو روانه وه.
سرچينه وايي، په دې نښته كې د طالبانو د دوه ځايي قومندانانو قاري حفيظ او قاري ناصر په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او درې نور وسله وال ټپيان دي، خو امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى. د غزني امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په ګيلان كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو په نښته كې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.
د غزني له امنيه قومندانۍ څخه كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، وسله والو بيګا شپه دوه نيمې بجې  په ګيلان كې د ملي پوليسو پر پوسته ډله ييز بريد كړى و چې نښته يې تر سهار شپږو بجو روانه وه.
سرچينه وايي، په دې نښته كې د طالبانو د دوه ځايي قومندانانو قاري حفيظ او قاري ناصر په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او درې نور وسله وال ټپيان دي، خو امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
افغان ځواكونو په نښته كې درې بوشكه يي ماينونه، درې پرتلې، ۵ لاسي بمونه، د پيكا يو شريد او د راكټ دوه مرمۍ هم له وسله والو نيولي دي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA