امريکا له پاکستان او هند څخه غوښتي، چې په امنيتي برخه کې يو بل سره همکاري وکړي، ترڅو په سيمه کې تاوتريخوالى کم او د ترهګرۍ په وړاندې ګډ دريځ ونيول شي.
امريکا ويلي، چې په دې کار سره به د افغانستان په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته ګټه هم ورسېږي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په يو خبري کنفرانس کې د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د هغې خبرې هرکلى وکړ، چې ويلي يې دي، ترهګري پولې نه پېژني او د سيمې ټول هېوادونه بايد د ترهګرو په وړاندې اقدامات وکړي. امريکا له پاکستان او هند څخه غوښتي، چې په امنيتي برخه کې يو بل سره همکاري وکړي، ترڅو په سيمه کې تاوتريخوالى کم او د ترهګرۍ په وړاندې ګډ دريځ ونيول شي.
امريکا ويلي، چې په دې کار سره به د افغانستان په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته ګټه هم ورسېږي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په يو خبري کنفرانس کې د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د هغې خبرې هرکلى وکړ، چې ويلي يې دي، ترهګري پولې نه پېژني او د سيمې ټول هېوادونه بايد د ترهګرو په وړاندې اقدامات وکړي.
د هند لومړي وزير امريکا ته د خپل سفر په مهال په پاکستان کې د يو شمېر ترهګرو ډلو يادونه هم وکړه، چې په هند او يو شمېر نورو هېوادونو کې ترهګريز بريدونه ترسره کوي.


